کور / تازه خبرونه / كندهار:ځانمرګو بريدونو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

كندهار:ځانمرګو بريدونو ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واړول .

ددو پرله پسي ځانمرګو بريدونو چي نن د ۱۲ نيمي بجو په شاوخوا كي د كندهار ولايت د سپين بولدك ولسوالي د ټولنيزي شورا په انګر كي وسوو ۱۹ تنو ته يي مرګ ژوبله واړول .
د كندهار د امنيه قومانداني وياند غورځنګ افريدى وايي چي ځانمرګي بريد كوونكي په وسلو سمبال وه چي د ټولينزي شورا منځ ته ننوتلي او ځانونو ته يي انفجار وركړي چي په پايله كي يي ۱۵ تنه ملكي كسان ټپيان سوي او ۴ تنه نور وژل سوي دي .
د غورځنګ په خبره چي وداني هم تخريب سوي او ځني كسان لا تر خاورو لاندي دي .
د هغه په خبره چي په ټپيانو او وژل سوو كي قومي مشران ، او شورا ته مراجعين شامل دي .
د بريد مسوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستي او ويلي چي د شورا په ګډون يي ګڼو سرتيرو ته مرګ ژوبله اړولي ده .