کور / تازه خبرونه / د شپږو مياشتو په ترڅ کي به د پوليو پيښي صفر سي

د شپږو مياشتو په ترڅ کي به د پوليو پيښي صفر سي

کندهار افغانستان- د کندهار د عامي روغتيا رياست مسؤلين وايي چي له اوسني پلان سره سم بايد د روان عيسوي کال په شپږو مياشتو کي د پوليو پيښي د صفر کچي ته راټيټي سي.

د کندهار د عامه روغتيا رئيس، په سهيلي زون کي د روغتيا د نړيوال سازمان مشر او د يونيسيف د جنوبي زون مسؤلينو نن له کندهار والي سره په ليدنه کي وويل، پر يو داسي پلان يې کار کړى چي په عملي کېدو سره به يې په شپږو مياشتو کي د ګوزڼ پيښي د صفر تر درجې راورسيږي او دغه ساحه به په يوه مسؤنه سيمه بدله سي.

د يونيسف په مرکزي دفتر کي د هيواد لپاره د پوليو د له منځه وړلو د ډلګۍ مشري آغلي کارمين ګاريګوس وويل له اوسني پلان سره سم به د کندهار شپږ او د هلمند پنځه ولسوالۍ چي دامهال ورڅخه د پوليو مثبتي پيښي ثبت سوي له دې وايروس څخه خلاصي سي.

هغې زياته کړه چي په دغه پلان کي تر ډېره حده د اعلاناتو او تبليغاتو پر زياتوالي باندي تمرکز کيږي او د ولسواليو مشران او خپله ولسوال صاحبان به د هغو ګروپونو سره چي تازه-تازه د خلکو د پوهاوي لپاره ايجاد سوي کار کوي څو خلکو ته په ښه توګه سره ددې مرض د زيانونو په ارتباط معلومات ورسيږي.

آغلي کارمين همداراز يادونه وکړه چي په کندهار کي روغتيايي کارکوونکو خورا زيات کار کړى او اوس د هغو شپيته زرو کوچنيانو تعداد چي تېروختونه به د واکسين څخه پاته کېدل اوس تر پنځلس زره هم کم دى چي د هر چا لپاره ښه زېرى دى.

کندهار والي د پوليو د له منځه وړلو په ننۍ جلسه کي يو ځل بيا د ښځو او ديني عالمانو پر ونډي باندي د غور غوښتنه وکړه او دغه دوې ډلي يې د ياد سوي آفت په له منځه وړلو کي تر نورو زياتي مؤثري او ګټوري وبللې.

هغه زياته کړه، د پلانونو د لرلو په برخه کي هيڅ وخت ستونزو وجود نه درلود، هغه څه چي ولايتي اداره او په خاصه توګه د روغتيا د برخي ماهرين يې له ستونزو سره مخ کړي ول د منابعو کمښت و چي بايد يونيسف او نوري مرستندويي ادارې ورته زيات پام وکړي.

نوموړي د خبرو او پلانونو پر ځاى د عملي کارکولو غوښتنه وکړه او ددې برخي نړيوالو مرستندويانو ته يې په خطاب کي وويل چي تبليغات بايد يوازي د مشخصو ورځو لپاره نه وي بلکه همېشه دوام ولري او تل خلکو ته وويل سي چي پوليو نه رغېدونکې ناروغي ده چي بايد وقايه سي.

والي همداراز وويل چي بايد د والدينو او خپله، د کوچنيانو د تشويق لپاره پر ځينو مشخصو پلانونو باندي کار وسي او داسي طرحي راوړاندي سي چي پر اساس يې خپل فاميلونه په دې برخه کي مرستي کولو ته امادګي وښيي.

د هغه په خبره که غواړو چي کارونه مو په ښه توګه پر مخ ولاړ سي او د برياليتوبونو شاهدان واوسو نو ضروري ده چي په اړوندو برخو کي منابع هم اماده کړو او د پوليو د پيغامونو ترڅنګ بايد ځيني فزيکي کارونه هم سرته ورسيږي