کور / ترخې خبري / ولسی جرګه که تجارتی جرګه ؟

ولسی جرګه که تجارتی جرګه ؟

ولسی جرګه په افغانستان کی یو پخوانۍ او هغه اصل دی چی ډیري وخت اولس دی قانون په چوکاټ کی په دوی باندی تکیه کړی ده ، او همدارنګه مشرانو جرګی دی خپل وس او قانون مطابق دی اولس غوښتنو ته ځواب ویلی دی .
خو نن باید ډیر په تاسف سره ووایم چی ولسی جرګه په یوه تجارتی مرکز بدله شوی ده ، دا کوم تهمت نه دی ، چی زه یی وایم بلکی دا یو سپین حقیقت دی ، زه غواړم چی د سپین حقیقت په چوکاټ کی تاسو قدرمنو لوستونکو سره یو ژوندی مثال شریک کړم .
دا څه موده مخکی د مشرانو جرګی دی کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدی استیضاح کړو او دی ډیرو رایو په ورکولو سره یی سلب صلاحیت کړو ، خو څه موده وروسته بیا ولسمشر همدغه وزیر چی پرون زموږ دی مشرانو جرګی سلب صلاحیت کړی و ، دی دفاع وزیر په توګه ورمعرفی کړو ، او دغه ښاغلی وزیر له همدغه وزیرانو بیا د اعتماد رایه واخسته او تر ننه په وزارت کی په خپله دنده بوخت دی !!!
نو دی یوه افغان وګړی په حیث له سړی سره دا سوال پیدا کیږی چی پرون دی سلب صلاحیت کړو او نن د بیا دی اعتماد رایه ورکړه دا څرنګه معامله ده او دا ولی ؟؟؟
او دا اوس د یولسو وزیرانو دی استیضاح مسله ده ، چی د مشرانو جرګه په دی تاکید کوی چی دغو وزیرانو دی تیر کال نیمه بودیجه هم نه ده مصرف کړی ، دوی ولی کار نه دی کړی باید ځواب یی ورکړی .
ننی د استیضاح موضوع که د یوه ، دوو ، یا درو وزیرانو خبره وای ، نو اولس به دا فکر کړی وای ، چی کیدای شی ولسی جرګی په غلط فهمۍ سره دغو وزیرانو ته دی اعتماد رایه ورکړی ده ، دا چی اوس دی یولسو وزیرانو د استیضاح موضوع ده ، دا نو د دی مانا ورکوی ، چی د ولسی جرګی وکیلانو سوداګری کړی ده ، دا چی دی چا راتلونکی یی خاوری کړی ده او څوک یی دی ویر په ټغر کینولی دی ، د دوی پری څه پروا !!!
بل سوال دا چی یولس وزیران استیضاح ته راوغوښتل شول ، سلب صلاحت شول ، بیا رامعرفی شول ، او دوباره یی دی اعتماد رایه واخیسته ، نو دی دغی معاملی ګټه د افغانستان دولت او اولس لپاره څه ده او څه به وی ؟؟؟
ځواب یی روښان دی ، چی هيڅ نه !!!
دا صرف تجارتی معاملی دی چی دی وزیرانو او دی ولسی جرګی وکیلانو تر منځ دی راکړی او ورکړی خبره ده او بس . که زما خبری هسی بابولالی ښکاری ، نو ولی دا لس دولس کاله افغانستان د جګړی او دی فساد مرکز دی ؟؟؟
دا ځکه چی د افغانستان پرونی وکیل چی تر پرونه یی پوره دوه ګزه ځمکه نه درلوده نن دی سونو جریبو ځمکی خاوند دی ، او په لکونو زره ډالر یی په په خارجی او داخلی بانکونو کښی زخیره دی ، د دوی کمال څه و او څه دی ؟؟؟
د دغو ښاغلو کمال صرف د اولس سترګو ته دی خاورو ورشیندل دی او دی دروغو وعدی دی ، د دولت له قانون ځینی سوی استفاده ده ، وطن پرستی په خودپرستي بدله شوی ، نو همدا وجه ده چی د دوی دی غلطو فیصلو وطن دا دولس کاله د جګړی ، فساد په لوی مرکز بدل کړو ، او حالاتو یو ناورینی شکل ځانته غوره کړو ، نو ځکه وطن فروشه سوداګر ، قاچاقبر ، ټوپکمار نن دی کاروان په سالار او بادار بدل شو !!!
دی افغانستان اولس نه زما هیله دا ده چی یو کرزی دا وطن نه شی ابادولی ، تر څو چی موږ خپله د کار لپاره مټی نه وی رانغښتی ، او د فساد په مقابل کی مو چیغه نه وی پورته کړی ، تر هغی به موږ دی یوه لوی ناورین په منځ کی شپی او ورځی سبا کوو .
دا ننۍ فساد چی دی دولت له وزیره ، وکیله ، نیولی تر عادی ماموره پکښی ښکیل دی ، دا کومه عادی خبره نه ده ، دا ځکه چی د قانون واکدار دی قانون په خرڅونکی بدل شوی دی ، دا یوه ستره غمیزه ده ، دا چی د افغنستان اولس د پاکستان ای ، ایس ، ای له طالبانو ، دی ایران له استخباراتو او دی نوره جهان دی لاس وهنو زوریږو او قتلیږو ، همدومره له فساده تر مری راغلی دی . چی مسولین یی ولسی جرګه ( تجارتی جرګه ) ده او یوه ورځ به خامخا د افغانستان اولس ته ځواب ورکونکی وی .
خو ارمان دا دی چی په یوه ګل نه پسرلی کیږی .