کور / خبرتیا او پيغامونه / په کابل کي د ارواښاد زرملوال د جنازې خبرتيا

په کابل کي د ارواښاد زرملوال د جنازې خبرتيا

دمرحوم غلام محمد زرملوال کورنۍ، دلويي پکتیا قومي شوراګاني ( زرمت قومي شورا، د ځاځیو قومي شورا، د منګلو قومي شورا، د طوطاخیلو قومي شورا، د احمدزیو قومي شورا، د خوست قومي شورا، د پکتیکا قومي شورا ، د ځدرانو قومي شورا، د څمکنیو قومي شورا، د ګردیزیو قومي شورا) ) د لويي پکتیا ولس، په ولسي جرګه او مشرانو جرګه کې د لويي پکتیا وکیلان او سناتوران، د لويي پکتیا د کابيني غړي او لوړ پوړي مسسولین، دنن ځوانانو غورځنګ، په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازي، د سولې په عالي شورا کې د لويي پکتیا د ولس استازي، د لويي پکتیا د ولایتي شوراګانو استازي، د پکتیکا مدني او پراختیایی ټولنه، دويښ ځوانانو غورځنګ، ويښ افغان ټولنیز اصلاحي تحریک، اوښتون کلتوري ټولنه، د افغان کلتوري ټولنو جرګه، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه، او د لويي پکتیا مدني او فرهنګي ټولني، او دارواښاد زرملوال دفکري مبارزی ملګري، پلویان او مینوال د پیاوړي مورخ، سیاستوال او لیکوال غلام محمد زرملوال د مړیني له امله ټولو دوستانو، خپلوانو، مینه والو او لارویانو ته خبر ورکوي چې د مرحوم جنازه سبا د پنجشنبي د سلواغې (دلوې) پنځمه، دماسپښین ۱:۳۰ بجه د کابل په عیدګاه جامع جومات کې اداکېږي.

دوســــــــــتان د خبر وي!
انا لله و انا اليه راجعون