کور / تازه خبرونه / طالبان په پکتيا کي د کشفي الوتکي د ويشتلو ادعا کوي

طالبان په پکتيا کي د کشفي الوتکي د ويشتلو ادعا کوي

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي نن مازديګر ۳ بجې د پکتيا ولایت جانېخيلوولسوالۍ سورکۍ غره سيمه کې دامريکايي عسکرو يوه کشفي الوتکه چې دده په وينا دجاسوسۍ په فعالیت بوخت وه د وسله والو طالبانو لخوا په نښه او وويشتل شوه.
مجاهد وايي دغې الوتکې له ویشتلو سره سملاسي اور واخیست او په ځمکه تر لوېدو وروسته په بشپړه توګه ويجاړه سوې ده .

د طالبانو لخوا په يوه بله خبرپاڼه کي ويل سوي چي تېره ورځ د لغمان په اليشنګ ولسوالي پر امريکايي کتار د بريد پر مهال يوه افغان عسکر پر امريکايي سرتېرو ټکان کړي او دوه کسه يې وژلي دي ، ذبيح الله مجاهد وايي چي بريدکوونکی افغان عسکر نن ماځيګر د طالبانو سره يو ځای سوی دی .
افغان دولت او په افغانستان کي مېشتو بهرنيو ځواکونو تر اوسه د طالبانو ددغو ادعاو په اړه رسنيو ته څه ندي ويلي .