کور / تازه خبرونه / دانګلستان شهزاده هاري د افغان جګړۍ نه ورو سته کورته راستون شو

دانګلستان شهزاده هاري د افغان جګړۍ نه ورو سته کورته راستون شو

دانګلستان دملکې الیزابیتي دوهمي لمسۍ شهزاده هاري په افغانستان کي دایساف ځواکونوسره په ګډه د
(آپاچ )په نامه دجنګي څرخي الوتکې دپیلوت په توګه په هلمند ولایت کي دوسله والوطالبانوسره په جګړه کي برخه درلوده اوله پنځومیاشتو پوځې ماموریت وروسته بریتانیا ته راستون شو. دشهزاده هاری دپوځې ماموریت دادوهم ځل دی،چي په افغانستان کي په جګړه کي برخه اخلي.
نوموړې په ۲۰۰۸ کال کي په افغانستان کي دتروریزم پر ضد جګړوکي برخه در لوده او اته اوونۍ یي په افغانستان کې پوځي ماموریت کړی دی.
دانګلستان د شاهي نظام په وروستي دیریش کلن تاریخ کي دالمړۍ ځل دی ،چي ددي کورنې یوغړي په جنګي عملیاتوکي برخه اخلي.شهزاده هاري دافغانستان په هلمندولایت کي دطالبانوسره دجګړو پرمهال خپلي خاطري او یادونه رسنیو ته بیانوي او وایی ،چې دمنې په موسم کي کوم وخت چي طالبانو په هلمندکي دانګلستان پرپوځې هوایی اډۍ «کمپ بیلستون» باندي وسله وال بریدونه پیل کړل ،شهزاده هاری هلته شتون درلودی ،اودده دوه نیږدي ملګرې په دغه بریدونوکي له منځه ولاړل. دی وا یی چي دطالبانویوغټ قوماندان یی هغه وخت له منځه یووړي چه هغه دده دوژلوهڅه کوله .
شهزاده هاري رسنیو ته ویلي چي څوځله دطالب جنګیالوسره جنګیدلې اوپر هغوی یی ډزې هم کړیدي. شهزاده هاري دخپل پوځې ماموریت په هکله رسنیو ته ویلې ،چي نوموړۍ دیوه عادي پوځې په تو ګه دبریتانیا یی پوځیانوسره اوږه په اوږه دطالبانوضدجګړوکي ګډون کړی اوداباچي الوتکي دپیلوت مرستیال په توګه یی دبریتانوي پوځيانو سره یوځای په جګړوکي برخه درلوده.
دبریتانیا دولت دشهزاد ه هاری ګډون دافغانستان په جګړه کي دځینو نا مالومودلایلو له امله پټ ساتلې وو.
شهزاده هري دشهزاده چارلز اوملکې ډيانا زوى ، دشهزاده ویلیام وروراودملکي الیزابیتی دوهمي لمسۍ دی.
شهزاده هاري په ۱۹۸۴ کال کي د سپتمبر دمیاشتې په ۱۵ نیټه په انګلستان کي پیداشوي دلوړو زده کړو وروسته څه موده په آسترالیا کي میشت وو اووروسته دبریتانیا دپوځ په لیکوکي شامل شو. شهزاده هاري ۷۷ ورځې په افغانستان کي دجګړي په لمړۍ سنګرکي دمخالفونوسره په جګړوکي ښکیل وو.