کور / تازه خبرونه / پېښور کې يو ډاکټر ووژل شو

پېښور کې يو ډاکټر ووژل شو

پېښو: د بي بي سي د خبر له مخې د پېښور ښار د صدر سیمه کې د نامعلومو کسانو په ډزو کې یو ډاکټر شانوا ز وژل شوی. د ځايي پولیسو په وینا ډاکټر شانواز په خپل کتنځای کې ناست و، چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې او ویې واژه.دغه راز پېښور ته څېرمه بډه بېر سیمه کې څلور کسان په خپل کور کې وژل شوي دي.ویل کېږي، چې وژل شوي کسان د خېبر ایجنسۍ د ملک دین خیل سیمې اوسېدونکي وو، چې بډه بېر ته څېرمه پرته سیمه ده.د روان کال په لومړۍ اوونۍ کې دغه دویم ډاکټر دی، چې پېښور کې وژل کېږي.دوې اوونۍ مخکې د کورمې ایجنسۍ سیمې اوسېدونکی ډاکټر ریاض حسین پېښور کې خپل کتنځای ته نژدې په ډزو ووژل شو. “دوې اوونۍ مخکې د کورمې ایجنسۍ سیمې اوسېدونکی ډاکټر ریاض حسین پېښور کې خپل کتنځای ته نژدې په ډزو ووژل شو.”د ځايي پولیسو په وینا داسې هم ویل کېږي، چې د وژل شوي ډاکټر کتنځای ته ناروغان راغلل او نوموړي خپل خدمتګار چای راوړو ته ولېږه ، خو کله چې یې خدمتګار بېرته ستون شو، ویې لېدل، چې ډاکټر په ټپي حالت کې پروت دی او ناورغان په هغه ځای کې نه شته.تر اوسه معلومه نه ده، چې یاد ډاکټر د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوی او که دغه پېښه د فرقه ییز وژنو د لړۍ برخه ده.د پېښور په ډبګرۍ سیمه کې د کورمې ایجنسۍ اوسېدونکی ډاکټر ریاض حسین هغه مهال په ډزو ووژل شو، چې په ګاډي کې خپل کتنځای ته نژدې رسېدلی و. ډاکټر ریاض حسین په کورمه ایجنسۍ کې د پیپلز ګوند ځايي مشر و.