کور / خبرتیا او پيغامونه / لندن : داستاد زرملوال د فاتحې خبرتيا

لندن : داستاد زرملوال د فاتحې خبرتيا

دافغانستان نومیالی لیکوال ،تاریخ پوهه ،څېړونکی ژورنالیست او دملتپاله شخصیت خدای بخښلي انجینیر غلام محمد زرملوال فاتحه دهغه دکورنۍ دغړو ،دوستانو او دنوموړي دخواخوږو له لوري دبریتانیا په پلازمېنه لندن کې اخیستل کېږي .
دفاتحې مراسم دلندن په نیوزدن سیمه کې دافغانانو په مسجد کې دیکشنبې په ورځ چې دجنوري میاشتي (۲۷) نېټه کېږي دسهار له لس نيمو بجو ۱۰:۳۰ تردولس نیموبجو ۱۲:۳۰پوري دوام کوي .
پته :
Afghan Islamic Cultural Centere / Jamia Masjid
NW109NP Willeseden , Charch Road 212 – 214
London Uk
دا چې خدای بخښلي دخپل ژوند په اوږدو کې خپلي خاوري او ملت ته پراخ خدمتونه کړي دي‌، له ټولو افغانانو او مسلمان ملته هیله کېږي چې دامکان په صورت کې په دغه فاتحه کې ګډون وکړي او نوموړي ته ددعا لاسونه اوچت کړي . 
کالم ليکونکی، لیکوال ژورنالیسټ ، تاریخ پوهه ټولنیز او ملتپاله شخصیت انجنیر غلام محمد زرملوال درواني جنوري میاشتي پر (۱۹) نېټه دلندن په ریډینګ سیمه کې په رویال نومي یوه روغتون کې دشپې پر درې بجې دتل لپاره له دغې نړۍ سترګي پټي کړې. «روح دي ښاد وي» .
دنوموړي دجنازې لمونځ دلندن په سلاو سیمه کې د جنوري پر ۲۲ نېټه اداشو او دهغه مړی نن پر ۲۳ جنوري افغانستان ته وړل کېږي او سبا ۲۴ جنوري به کابل ته رسېږي او دلومړنیو معلوماتو سره سم به خدای بخښلی زرملوال په کال کې د جنوري میاشتي‌پر ۲۵ نېټه چې دپانج شنبې ورځ کېږي په کابل کې خاورو ته وسپارل شي .
دزرملوال صیب دژوند لیک لپاره دلته کلیک وکړئ