کور / تازه خبرونه / يوناما کندهار: د زندانونو راپور زموږ سره نه دى شريک سوى

يوناما کندهار: د زندانونو راپور زموږ سره نه دى شريک سوى

کندهار افغانستان- په سهيلي حوزه کي د ملګرو ملتونو د سياسي نمايندګۍ UNAMA مشر عبدالصمد حيدروف وايي چي په کندهار کي د خصوصي زندانونو او د محبوسينو د شکنجو په باب ددوى له مرکزي ادارې په خپور سوي راپور کي دوى کوم ډول ونډه نه درلوده.
نوموړي نن سهار له کندهار والي سره د ليدني پرمهال وويل چي دغه راپور پرته له دې چي د کندهار له څانګي معلومات وغوښتل سي او يا هم له دوى سره شريک سي خپور سوى دى چي ده يې په اړه له مرکزي ادارې سره خبري کړي دي.
ښاغلي حيدروف زياته کړه چي له مرکزي ادارې يې غوښتي څو خپل يو باصلاحيته استازى يا هم يو ګروپ راولېږي ترڅو خپله دلته وګوري او پلټنه وکړي ځان حقايقو ته ورسوي.
هغه وويل چي په دې ارتباط يې له خپلي مرکزي ادارې سره خبري کړي او هم د بشر حقونو له خپلواک کمېسيون سره ږغېدلى او ټولو ته يې ويلي چي تر اوسه يې په خپل کاري ماموريت کي چي پرمهال يې بيا بيا ولايت ته تګ راتګ هم کړى هيڅ داسي څه تر سترګو سوي نه دي.
کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د يوناما له دې مقام سره په کتنه کي وويل چي دده په څلور کلنه کاري موده کي همېشه د يوناما استازو د ولايت په امنيتي جلسو کي ونډه در لوده او تل يې ورڅخه د مجالسو په پاى کي پوښتلي چي که د ويلو لپاره څه ولري خو تر اوسه دغه ډول څه له دوى سره شريک سوي نه دي.
والي زياته کړه چي يوناما بايد ددغه راپور په ارتباط ولايتي ادارې ته اسناد او شواهد وړاندي کړي او په مسؤلانه توګه ددوى پوښتنو او اندېښنو ته جوابونه ووايي او د کندهار ولايت حيثيت بيرته پر ځاى کړي.
نوموړي همداراز وويل، که مرکزي اداره هم پر دې اعتراف کوي چي په دغه راپور کي يا مبالغه سوې او يا هم د ناسمو معلوماتو پر اساس خپور سوى نو ضروري ده چي هغوى بل راپور خپور کړ ي او دغه برخي يې تصحيح کړي.