کور / تازه خبرونه / دهرات او پروان ولایتونوکي چاودنې اوډزوافغانې پولیسوته مرګ ژوبله واړوله

دهرات او پروان ولایتونوکي چاودنې اوډزوافغانې پولیسوته مرګ ژوبله واړوله

دیوي معتبري خبری سر چینې په حواله نن دهرات ولایت داسلام کلاپرلویه لاره دیوه ماین په چاودنه کي چي پریوه بایسکل باندي ځای پر ځای شوی وه ،دپولیسودخاصي اوچټک غبرګون قطعې پنځه تنه پولیس يي ټپیان کړل.
خبر زیاتوی چي په ټپیانوکي ددوو پولیسودروغتیاحالت داندیښنې وړ ښودل شوی ، اوتر اوسه پوري ددي پیښي دبريدمسؤوليت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.
بل طرف دپروان ولایت څخه خبری سرچینه خبر راکوي چي ددي ولایت دسیاه ګردولسوالې په اړوندسیمه کي تیره ورځ یوه وسله وال نا پیژنده کس دمحلي پولیسو پراډه باندي ډزی پیل کړی ،چي له امله یی یومحلې پولیس وژلی او دري نور پولیس ټپیان شویدي . دسیاه ګردولسوالي دمحلي پولیسو چارواکي وا یي ،چي دغه سړۍ دپیښي له ځای څخه تښتیدلی اودنیولوهڅي یی رواني دي.
داپه داسي حال کي ده، چي مخکي دولسوالې مسؤلینو هلته دطالبانودماتي اوکمزوروالې خبر ورکړی وو.