کور / تازه خبرونه / بریطانیه د اروپايي اتحاد څخه پر وتلو غور کوي

بریطانیه د اروپايي اتحاد څخه پر وتلو غور کوي

د انګلستان لومړي وزیر ډیویډ کامرون نن د خپل محافظه کار ګوند په یوه غونډه کي وویل چي که چیري په راتلونکي پارلماني ټاکنو کي د څوکیو اکثریت خپل کړي نو د اروپا په اتحاد کي د پاته کیدلو له پاره به یوه ټولپوښتنه تر سره کړي . سیاسي څیړونکي په دی باور دي چي محافظه کاران غواړي لندن له اروپایي اتحاد څخه وباسي او په مستقل ډول له نړی سره د یوه قوي زبرځواک په توګه چلن وکړي .