کور / تازه خبرونه / کراچي : هدفي وژنو په ۲ ورځو کي ۲۳ کسه ووژل

کراچي : هدفي وژنو په ۲ ورځو کي ۲۳ کسه ووژل

د پولیسو په خبره په دی دوو ورځوکې ۲۳ کسه وژل سوي دي.
په وژل سوو کسانوکي د نوازشریف په مشرتابه د سیاسي ګوند پاکستان مسلم لیګ یو ځايي مشر اوهمدارنګه د یوه روغتون مرستیال هم شامل دي.
پولیسو د دوشنبې په ورځ د ۱۲ کسانو له وژل کيدو سربيره د سې شنبې تر ورځي د ۱۱ نورو کسانو وژل تایید کړل. د پولیسو په وینا ټول وژل سوي کسان هدف ګرځول سوي دي.
د کراچۍ پولیسو د یوه ویندوی عمران شوکت په خبره د سې شنبې په ورځ د کراچۍ ښار په شمالي برخه کې دحسن عالم په نامه ډاکټر هغه مهال نا معلومو کسانو په ګولیوو وواژه، چې له کلینیک څخه کور ته روان وو.