کور / تازه خبرونه / د امریکا د دفاع وزارت جنرال جان الن له تورنو څخه بري کړ .

د امریکا د دفاع وزارت جنرال جان الن له تورنو څخه بري کړ .

د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کي د نړیوال پوځ د ټولو مشر امریکایې جنرال جان الن له تورنو څخه بري کړ .
د امریکا د دفاع وزارت پلټونکي ادارې، د افغانستان لپاره د امریکا ترټولو جګ پوړی قومندان جان الن ته له یوې ملکي ښځي سره د بریښنا لیکونو د تبادلې په تړاو برائت ورکړ.
د امریکا د دفاع وزارت پینتاګون مطبوعاتي مسؤل د سې شنبې په ورځ وویل، د پینتاګون عموي پلټونکي د دفاع وزیرته د دغې قضیې د نتیجې په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه وویل ، د دفاع وزیر خوشاله سوو چې تحقیقاتو د الن په اړه تورونه ثابت نه کړی سول، علاوه پر دې، د دفاع وزیر پنتیا د جنرال الن پرمشرتابه چې خپل کار ته دوام ورکړي پوره ډاډ لري