کور / تازه خبرونه / د هند او پاکستان پر پوله ، هندي کشمیر کي له اټومي جګړي سره د مقابلې تیاری

د هند او پاکستان پر پوله ، هندي کشمیر کي له اټومي جګړي سره د مقابلې تیاری

د هندي کشمیر یوې ورځپاڼي د هندي سرحدي پولیسو له خولی لیکلي دي چي نوموړي د خپلو سرتیرو او خلکو د حفاظت په خاطر د اټومي تشعشعاتو څخه د ژوندي پاته کیدلو تمرینات کوي . هندي پوله ساتو پولیسو خپلو سرتیرو ته پټنځایونه جوړ کړي دي او هغوی ته یې امر کړی دی چي که چیري د اټومي حملي د تشعشعاتو څخه څو لحظې ځان پټ کړي نو ژوندی پاته کیدلای سي . پوځي کارپوهان په دی اند دي چي پاکستاني پوځیان به په سیمه کي د خپل پوځي اقتدار ښودلو له کبله ، د سیمي نظامي حالت ته ، تر اوس ډیر ضرر ورسوي .