کور / تازه خبرونه / د روزګان والي د میلاد نبي په ورځ مخالفين سولي ته راوبلل

د روزګان والي د میلاد نبي په ورځ مخالفين سولي ته راوبلل

د روزګان والي ښاغلي امیرمحمد اخندزاده نن د میلاد نبي (ص) په ورځ مخالفین سولي ته راوبلل په وينا يې دا جنګ چي اوس د ګاونډیو د ګټو لپاره روان دی ، ناروا او د اسلام له اصلو څخه خلاف وګاڼه .
امیرمحمد اخندزاده د لوی کندهار خلک له جنګ څخه ستړي او د سولي غوښتونکي وبلل .
ښاغلي امیرمحمد اخندزاده د سیمي دپراختیایي او سوله ایزو پروژو پر زیاتولو او خلکو ته د کار پر زمینو ټینګار وکړ . نوموړي تعلیم او زده کړه د ټولو مشکلاتو د حل او ختمیدلو لومړی سبب وګاڼه او د مرکزي اداری څخه يې هیله وکړه چي د دې سیمي له خلکو سره د کار او ژوند په برخه کي مرستي وکړي .