کور / تازه خبرونه / کابل:د ارواښاد غلام محمد زرملوال جنازه خاورو ته وسپارل سوه

کابل:د ارواښاد غلام محمد زرملوال جنازه خاورو ته وسپارل سوه

پياوړي لیکوال، تاریخ پوه او  سیاسي شخصیت چې دسلواغې په لومړۍ نیټه په لندن کې دورپيښې ناروغۍ له امله یې ساه ورکړې وه، نن په پلازمینه کابل کې داروښآد دکورنۍ، دملي شورا غړو، دولتي مسولینو، مینوالو، لیکوالو، مدني ټولنو غړو، قومي مشرانو او دارواښاد دپلویانو لخوا خاور و ته وسپارل شو.


ارواښاد جنازه نن دلندن څخه دکابل پروخت په (۹،۳۰) بجو دکابل نړیوال هوایي ډګر ته راوړل شوه چې په هوايي ډګر کې د نوموړي دمینوالو  او خبري رسنیو لخوا یې تود هرکلی وشو.



وروسته داروښاد جنازه  یې په نوي کارته کې دده دزامنو کور ته دسل ګونو موټرو په بدرګه یوړل شوه او هلته ترغرمې یوې بجې پورې یې د دکورنۍ او مینوالو لیدلو په موخه کیښودل شوه.


وروسته دخبرتیا سره سم یې دکابل په عیدګاه مسجد کې دزرګونه کسانو لخوا یې دجنازې لمونځ اداه شو او دنوموړي روح ته د دعا لاسونه پورته شول.


دجنازې لمونځ وروسته دارواښاد جسد دکابل  د شهدا صالحینو  مقبرې ته دزرملوالو هدیرې ته یوړل شو او په همدغه هدیره کې دلیکوال دکورنۍ ترڅنګ دهېواد دسل ګونو لیکوال او فرهنګیانو لخوا  په (۳:۳۰) بجو خاورو ته وسپآر ل شو.



دنوموړي دجنازې لمونځ  دهېواد تکړه عالم   او سولې شورا غړي مولوي روحاني لخوا ترسره  او همدارنګه دارواښاد په قبر باندي دیني عالم او وتلي سیاسي شخصیت او دسولې عالي  شورا مرستیال عبدالحکیم مجاهد په ژوند او سرښندونو باندې رڼا واچوله او ارواښاد یې هغه څوک یاد کړ چې په لوی افغانستان باندي ترهرچا زیات زوریدو  خو دلوی افغانستان دجوړیدو هیله یې له ځان سره یوړې.


همدرانګه دارواښاد ژوند لیک چې مختګ خدمتونو په زیار د(۱۰۰۰) ګڼو په شمېر چاپ شوې و دلیکوال ډاکتر ځلاند لخوا ولوستل شوو چې  پکې دنوموړي دپيژندنې ترڅنګ دنوموړي هیلو، تګلارو، فکرونو ، ارمانونو ترڅنګ دنوموړي دژوند ځیني خاطرو ته پکې ځای ورکړل شوې وو.


په اخر کې ددې کورنۍ په استازیتوب ددې کشر ورور ډاکتر عید محمد لخوا دټولو هغه کسانو  څخه مننه وکړه چې په لندن او په کابل کې یې د ارواښاد دتدفین په مراسمو کې برخه اخیستې وه او زیار یې ګاللی وو، نوموړي دخاطرې په ډول وویل (( هغه مهال چې ارواښاد دکابل په نساجي فابریکه کې دامر په توګه یې دنده ترسره کوله نو یوه ورځ دفتر ته دورتګ پرمهال ما دمیز ترڅنګ سپينو ګاغذونو داخیستلو غوښتنه وکړه ترڅو په ښوونځي کې ترې کار واخلم خو ارواښاد خپل کشر ورور ته ستغې سپورې کوي چې دا بیت المال دی او ددې استعمال تاته روا ندي او خپل جیب ته یې لاس کړ او ورور ته یې دسپین کاغذ داخیستلو پیسې ورکړې.


په پای کې دتکړه عالم مولوي خمارو لخوا ارواښاد ته دمغفرت  او دعا لاسونه پورته شول او ټولو راغلو سل ګونو کسانو دنوموړي د دیانت، ښو اخلاقو او ژمنتوب په اړه شاهدي ورکړه.


دیاونې وړ ده چې داروا ښاد فاتحه به  دسلواغې په (۷) نیټه  دشنبې په ورځ د کابل  په عیدګاه جامع جومات کې  دنوموړي دکورنۍ، لیکوالو او فرهنګیانو لخوا  دماسپښین (۱:۳۰ بجو څخه تر ۳ بجو پورې واخیستل شي. دوستان دی خبر وي.