کور / تازه خبرونه / د ۱۳۹۳ اولسمشریزو ټاکنو پوري به طالبان په یوه سیاسي او مدني حرکت بدل سي

د ۱۳۹۳ اولسمشریزو ټاکنو پوري به طالبان په یوه سیاسي او مدني حرکت بدل سي

د سولي عالي شورا وایي چي د طالبانو او د سیمي هیوادونو سره خبري رواني دي تر څو د ۱۳۹۳ کال د اولسمشریزو ټاکنو څخه مخکي طالبان د یوه سیاسي او مدني حرکت په څیره کي ځان مطرح کړي .
د سولي د عالي شورا غړي ښاغلي امین وقاد د پنجشنبی په ورځ وویل چي د دوی هڅي رواني دي تر څو د طالبانو او اسلامي ګوند چي د ښاغلي حکمتیار په وسیله رهبري کیږي د ۱۳۹۳ کال اولسمشریزو ټاکنو ته د ګډون په خاطر وهڅوي .
ښاغلی وقاد وایي که چیري دا خبري ناکامه سي نو د انتخاباتو دایرول به لږ څه ستونزمن سي .
سیاسي څیړونکي په دی اند دي که چیري طالبان چي دپښتنو پرسیمو په یوه نه بل ډول حاکم دي ، دا ټاکني کولای سي مختل کړي خو د افغانستان په مرکزي او شمالي سیمو کي به ټول قومونه د تیر په شان په لویه اندازه ګډون وکړي او د راتلونکي ولسمشر په ټاکلو کي به د دوی رایه نه وي . دا کار به په ټولنه کي د تل دپاره انډول ته زیان ورسوي او دا کړنه به د ایران او پاکستان تبر ته نوی لاستی واچوي .