کور / تازه خبرونه / د ملي اردو له خوا د مخالفینو مړو ته سپکاوی نه منو

د ملي اردو له خوا د مخالفینو مړو ته سپکاوی نه منو

د پنجشنبی په ورځ د دفاع وزارت د ویاند مرستیال ښاغلي دولت وزیري خبریالانو ته وویل چي موږ د مخالفینو د مړو سپکاوی په کلکه غندو او دا پیښه مو تر ډیره څیړلی او تعقیب کړی ده . ښاغلی وزیري وایی چي د هغه کنډک قومندان ډګرمن عطاالله غیرحاظر خو دری تنه د سیدکریم ، امین الله او سپین غر په نامه سرتیري موجود دي او د دوی څخه تخقیق روان دی . نظامي څیړونکي په دی باور دي چي د جګړې په ډګر کي نیول سوي کسان د محاربی څخه وتلي خلک ګڼل کیږي دوی خپل انساني او اسلامي حقوق لري او همدارنګه په جګړه کي مړی هم د اانساني او اسلامي حقوقو څښتن دی . د جګړي دواړي غاړي باید خپل اسلامي او انساني وجایبو ته مراجعه وکړي .