نړیوال وجهي صندق وایي چي د نړی اقتصادي وده به په دی کال کي په ورو ورو وده وکړي . د نړیوال وجهي صندق د چارشنبی په ورځ یو راپور خپور کړی دی چي په هغه کي راغلي دي : نړیوال اقتصادبه په ۲۰۱۳ کال کي ۳،۵ په سلو کي وده وکړي چي د تیر کال تر ودي یو په سلو کي ډیره ده . په راپور کي وړاندوینه سوی ده چي د ایروزون هیوادونو کي به دا وده ډیره کمه وي . همدارنګه په دی راپور کي د مخ پر ودی هیوادونو اقتصادي پرمختګ د تیر کال په پرتله ۵ په سلو کي زیات ښودل سوی دئ .