کور / تازه خبرونه / په تخار ولایت کي د سولي او شخړي هوارولو شوراګاني جوړي سوی

په تخار ولایت کي د سولي او شخړي هوارولو شوراګاني جوړي سوی

د تخار په ولایت کي د سولي او پخلایني شوراګاني د خپلمنځي شخړو د هوارولو او د مخالفینو د راپخلاکولو دپاره جوړي سوی . دا پنځلس شوراګاني د تخار ولایت د قومونو او قبایلو د ریاست په نوښت جوړي سوي دي ، د دغي اداری مشر ښاغلی سید رسول وایي چي دا شوراګاني د نوموړي ولایت په پنځلسو ولسوالیو کي فعالیت کوي . ښاغلی سیدرسول وړاندي وایي ،هره شورا د پنځلسو څخه تر پنځوسو کسانو پوري غړي لري چي ټول ټال تر شپږوسووکسانو پوري غړي لري ، دا غړي په ولسوالیو کي د خلکو له خوا ټاکل کیږي . شخړي عمومآ د مځکي پر غصب ، میراث ،د اوبو د ویش او کورني تاوتریخوالي پر سر رامنځ ته کیږي .