کور / تازه خبرونه / د کوچیانو ۴۰ زره کوچنیان په ښونځیو کي درس وایي

د کوچیانو ۴۰ زره کوچنیان په ښونځیو کي درس وایي

د پوهني وزارت د معلوماتو له مخي په اوس وخت کي ۴۰ زره کوچیان په زده کړو بوخت دي . د پوهني وزارت مرستیال ښاغلی اصف ننګ وایي چي د دی سره سره چي کوچیان ټول وخت په حرکت کي دي خو تر ډیره حده په دی وخت کي ځای پر ځای سوي دي . ښاغلی ننګ چي بی تعلیمه ټولنه تیاره ټولنه بولي او د افغانستان اوسنۍ ناخوالي د جهل له سببه ګوري وایي ، په دې ۴۰ زره زده کونکو کي ۳۷ په سلو کي انجوني جوړوي . ښاغلی ننګ د کوچیانو د اسکان وظیفه د دولت مکلفیت ګڼي او د اساسي قانون د اوامرو له مخي کوچیان د دی خاوري وټولو مدني حقوقو ته د لاسرسۍ مستحق ګڼي .ښاغلی ننګ زیاتوي چي د کوچي ماشومانو لپاره په ننګرهار ، لوګر ، غزني او لښکرګاه کي لیلیه ښونځي جوړ کړي دي تر څو د کوچیانو د تګ راتګ پر وخت دوی له درسونو څخه پاته نه سي .