کور / تازه خبرونه / د ننګرهار ولایت په حصارشاهي سیمه کي یو صنعتي ښارګوټی جوړ سو

د ننګرهار ولایت په حصارشاهي سیمه کي یو صنعتي ښارګوټی جوړ سو

د ننګرهار په ولایت کي د سوداګریزو چارو د پراختیا د پاره په نړیوالو معیارونو برابرصنعتي پارک ګټي اخیستني ته وسپارل سو . ښاغلي انورالحق احدي د سوداګرۍ چارو وزیر د صنعتي ښارګوټي د پرانیستلو پر وخت وویل چي داښارګوټی پر ۱۱ سوه جریبه مځکه جوړ سوی او دشااوخوا دری سوه تاجرانو چي خپل کار او بار یی په کرایي ځایونو کي مخ ته وړل ،سپارل سوی دئ . اقتصادي کارپوهان د داسي اقتصادي ښارګوټو د جوړولو هرکلی کوي او زیاتوي چي تر ډیره بریده کوښښ وسي تر څو د هیواد بیکاره ځوان نسل په کارونو وګمارل سي تر څو له یوه اړخه د بیکارۍ کچه ټیټه سي له بله اړخه د کورنیو اقتصادي توان زیات سي .کله چي د اولس په اقتصادي ژوند کي مثبت بدلون راسي نو په اتومات ډول امنیت او سوکالي د ټولني قسمت ګرځي .