کور / تازه خبرونه / د څوکۍ امنیه قومندان د بډو اخستلو پر سر دوه نیم کاله بندي سو

د څوکۍ امنیه قومندان د بډو اخستلو پر سر دوه نیم کاله بندي سو

د کنړ د استناف محکمی په خپله ننی غونډه کي د کنړ ولایت د څوکیو د ولسوالی د امنیې قومندان عبدالظاهردوسیه وڅیړل او تر څیړونو وروسته یې هغه ته د دوه نیم کاله بند سزا واورول . د څوکیو امنیه قومندان په دی تور نیول سوی او سزا ورکول سوه چي د خپل یوه سرتیري څخه یی پنځوس زره افغانۍ په بډو کي اخیستي او لاس په لاس نیول سوی دۍ . د حالاتو څیړونکي د دی سره سره چي د داسو قضیو د راسپړلو او هغوی ته د سزا ورکولو هرکلی کوي خو وایي چي اوس د دی وخت دی تر څو د لویو رشوت خورانو ، پر انساني حقونو تیري کونکو او غاصیبینو مخه ډب سي اویا هم د عدالت میز ته راکش سي .