کور / تازه خبرونه / هند په یوه غونډه کي پاکستاني دیپلوماتان غونډي ته پری نه ښودل

هند په یوه غونډه کي پاکستاني دیپلوماتان غونډي ته پری نه ښودل

د جیهپور په تاریخي ښار کي و یوی کلتوري غونډي ته د پاکستان دوه دیپلوماتان پرینښودل سول تر څو په غونډه کي ګډون وکړي . د هند د بهرنیو چارو وزیر نن وویل چي د پاکستان دیپلوماتان ځکه پرینښودل سول چي دی غونډي د دوی له کار سره تړاو نه درلود . دا کلتوري غونډه هر کال په جیهپور کي جوړیږي او د هیوادونو دیپلواتان ګډون پکښي کوي . د هند د بهرنیو چارو وزارت وایی چي که چیري پاکستاني دیپلوماتان د ډهلي څخه وزي نو د دی وزارت څخه باید اجازه واخلي . له انګلستان څخه د هند او پاکستان د ازدی څخه راوروسته دواړو هیوادونو دری جکړیې کړي دي . په هند کي ډیري تروریستي حملې په پاکستان کي د روزل سوو تروریستانو له خوا عملي کیږي .