کور / تازه خبرونه / د افغانستان په جګړه کې ۷۰۰ میلیارده ډالره لګول سوي

د افغانستان په جګړه کې ۷۰۰ میلیارده ډالره لګول سوي

فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه تحلیلي راپور کې د افغانستان د جګړې لګښتونه او د امریکا پر اقتصاد د دې جګړې اغېز څېړلی دی.
ورځپاڼه وايي چې خپل هیواد ته له افغانستانه د امریکايي پوځیانو راوستل به د امریکا پر پوځي بودجې فشار چندان کم نه کړي بلکې هغه مصرفونه به، چې امریکا ته د افغانستان او عراق د جګړو له کبله ورپه غاړه دي، دوام وکړي.
ورځپاڼه لیکي، په داسي حال کې چې امریکا د افغانستان له تقریباً دوولس کلنې جګړې ستومانه شوې او له دې هیواده د وتلو لپاره تیاري نیسي، د افغانستان د جګړې پای ته رسېدا به د امریکا اقتصاد ته د پام وړ ګټه ونه کړي.
د فیننشل ټایمز ورځپاڼې له لیکنې سره سم د جګړې مستقیم مصرف اوس اووه سوه ملیارد ډالره دی.