کور / تازه خبرونه / په غزني کي چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په غزني کي چاودنې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

غزني:نن د شنبې په ورځ د(جنوري ۲۶) نیټه دغرمي په دوولس نیموبجودغزني ښار په ”قلعه سبز” سیمه کې، یوه درنه چاودنه په داسې مهال کي ترسره شوه، چې دخلکوګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.چاودنه دیوه بایسکل له لاري چي چاودیدونکي توکي ورباندي بارو،منځ ته را غله .
خبرې سر چیني وا یی چي چاودني دیوه ترافیک په ګډون دوه کسان وژلي اوددروترافیکو په ګډون لس کسان تپیان دي. په ټپیانوکي ماشومان اوښځي هم شاملي دي
تراوسه پوري ددغې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلې. خوپه غالب ګومان داسي چاودني زیاتره دوسله والوطابانو لخواه سرته رسیږي.
دیادولو وړده ، چي څه موده وړاندي هم د غزني امنیه قومندانۍ او باختر بانک ودانیومخې ته پر بایسکل ځای پرځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودیدل، او ځینې ولسي خلک یې ټپیان کړل. دغزني ولایت چارواکو وروسته له هغه په غزني ښارکې پرموټرسایکلونو باندي بندیز ولګاوي ،ترڅودچاودنودمخنیوي کچه را کښته کړی.