امنیتي چارواکی وایی دپولیسودپرله پسی هڅو په لړکی دنشی توکوپروړاندی دمباریزي سرتیروپه دوجلاجلا پیښوکی ۲۲۹ کیلوګرامه هیروین نیولي دی .دزابل دامني قومانداني دنشی توکوپروړاندی دمباریزي مدیر څارمن زرګل وایی دغه هیروین په یوه ټونس او لارۍ موټرونوکی نیول شوی دی .دنشی توکو مدیر زیاتوی چی په روانه اونۍ کی دا دریم ځل دی چی دنشي توکوپه نیولوبریالي کیږي .هغه زیاتوی چی پدی ورستیوکی قاچاق وړنکوپردغه لاره لږدرالیږزیات کړي چی دوی یی دمخنیو په موخه خپلی هڅي کړندي کړي دي.دنشي توکودمدیر دڅرګندونوله مخي چی په تیره اونۍ کی یی هم سلګونه کیلوګرامه نشی توکی نیولي وه