کور / تازه خبرونه / په کندزکي ځان مرګي برید ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

په کندزکي ځان مرګي برید ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

دکندزڅخه رارسیدلي خبرونه وایی چي نن مازدیګردمحلي وخت پر پنځه نیموبجوپه کندزولایت کې یوه ځانمرګي بریدکونکي دکندزولایت دترهګرۍ سره دمبارزې ادارې مدیراودکندزښاردترافیکومشرپه ګډون لږ ترلږه لس کسان ووژل او ۲۵کسان یی ټپیان کړل. دغه بریددکندزپه شمال ختیځ کې دښار په یوه څلورلاري کې ترسره شوی چیری چې دولسي وګړوګڼه ګوڼه په کې ډېره وه .
دکندوز ولایت د عامې روغتیا رئیس ويلي چي ډېری وژل شوي کسان دامنیتي ځواکونوغړي وو. دهغه د وینا له مخي دځینو ټپیانوروغتیایی حالت ډیر داندیښني وړ دي.
دپولیسوږ چارواکي زیاتوي چي ځانمرګي يو پلی کس وو چي دپولیسودګزمي پر وخت يی دګڼی ګوني خلکوپه مخ کي خپل ځان والوزاوه.
په دې ځانمرګي بريد کې دپوليسويورينجر موټر، دترافيکويوموټر او دوه شخصي موټر ونه يجاړ شوي اودمرکزي چوک(څلورلاري) دشاوخواهټيو او اپارتمانونو شيشې هم ماتې شوې دي.
دطالبانوویاندذبیح الله مجاهد لراوبر ویب پاڼی ته په یوه رالیږلي لیک کي ویلي ،چي دغه بریدددوی لخواه ترسره شوی اوځان مرګي کس یي محمداسمعیل نامی دغزنی ولایت اوسیدونکي معرفی کړي چي دیوه واسکټ په مټ یي بریدترسره کړی دی.کندزدافغانستان په شمال ختیځ کې یوله نااراموولایتونو څخه دی.په همدې سیمه کې دتیرکال دسپټمبر په میاشت کې هم یوورته برید شوی وو.چې ډېر ولسي وګړي پکښې ووژل شول.