کور / تازه خبرونه / قلات/ ښاروالي خلکوته تصفیه اوبه برابره وي

قلات/ ښاروالي خلکوته تصفیه اوبه برابره وي

دښاروالي مسؤلین وایی هڅه کوي ترڅو خلکوته دتصفیه اوبودبرابرلوپروګرام ژر پیل کړي .دوي وایي په ښار کی داوبوټانکي ځاي پرځای شوی اوکوښښ کوي چی دتصفیه اوبودشروع کولولړۍ پیل کړي . دقلات ښاروالي دیو ایس ای ډي په مرسته درمپپ پروګرام له لاري په قلات ښارکی خلکوته تصفیه اوبوماشین راوړي ترڅو ښاریانو ته پاکي اوبه ورکړي . .دغه ماشین تیر کال درمپپ لخوا ښاروالي ته ورکړل شو چی په نژدی راتلونکی کی به خلکوته دتصفیه اوبودورکړي لړۍ پیل کړي .یاد ماشین په ۲۴ ساعتونوکی ۳۰۰۰۰ ګیلنه اوبه تصفیه کوي او ورسته به دغه اوبه په ښار کی دایښول شویوټانکیوله لاري خلک ترلاسه کوي . 

 


تصفیه اوبو ټانکي