کور / سياسي / تر فزيكې جګړې دذهني جګړې زیان

تر فزيكې جګړې دذهني جګړې زیان

څو ورځي دمخه مي به فیسبوک کي هم داسي یو پوسټ کړی وه چي ذهني جګړه ډېر زیان لري که فزیکي جګړه ډېرزیان لري ،ملګرو هم لیکلي وه چي ذهني جګړه ډېر زیان لري.
زه هم په دې اندیم ذهني جګړه تر فزیکي جګړې ډېر زیان لري،خو بد بختانه افغانان اوس یوازي وفزیکي جګړې ته په سوچ کي دي او هغه څوک ترټولو ستر دښمن بولي چی هغه فزیکی جګړه کوی،اما هغه ته يې هیڅ فکر نه دي او که فکر نه ورته کوي چي په ذهني جګړه بوخت دي.
په افغانستان کي ځیني کړۍ په فزیکي جګړه بوختي دي او ډېرې يې بیا به ذهني جګړه بوختي دي په ذهني جګړه کي غواړي چي دافغانانو ذهنونه واړوي او په پایلله کي داسي جګړه دځان په ګټه وکړي چي هم خپلو اهدافو ته رسیدلي وي او هم ورته هیڅ راز زیان نه وي اوښتی.
په ذهني جګړه کي چي کوم هیوادونه کار کوي او غواړي چي په ظاهرآ ځان دافغانانو ترټولو ستر، نیک او رښتني ځان ثابت کړي خو مګر په با‌طن کي بیا په داسي جګړه بوخت دي چي تر هررنګه فزیکي جګړې يې زیان ډېردي،مګر افغانانوته يې ځان په نژدې دوست ورپیژندلی دي او افغانانو هم تر ډېره پوری منلی دي نه یوازي دا چي هغه خلک چي تعلیم او سواد نه لري،هغو خلکو هم تر ډېره پوری په نژدې دوستانو کي منلی دي چي باسواده او له سیاست سره ځان نژدې بولي.
په افغانستان کي دزیاتو هیوادونو شتون او دهر هیواد بیلابیل اهداف هغه څه دي چي په افغانستان کي دجنګ مړې سکر وټی تازه کوي او نه غواړي چي دجنګ لمن ددوي بیله اهدافو سرته رسیدلو ټوله سی،نو ددې په مقابل کي که ددوي هرڅونه پیسې مصرفیږي نو دوی يې مصرفوي او په دا ډول دافغانستان دخلکو ذهین مخشوشه وي او غواړي چي به اساني سره خپلو شومو اهدافو ته ورسیږی.
افغانان باید په داسی حساسو وختونو کي یوازي پر فزیکي جګړه تمرکز ونه کړي،ذهني جګړې ته هم باید پام وکړي او خپل ذهنونه دنورو د اهدافو په بدل کي دڅو کرنسیو مقابل مخشوش نه کړي او دافغانستان ملي ګټو ته هم ژمن پاته سي،دې خبرو ته په اشاره سره داسي څه رانقلوم چي وایې ناوړه کتابونه داسي زهردي چي جسم نه بلکي روح وژني نوپورتني خبری همداسي دي.
په درنښت