کور / خبرتیا او پيغامونه / ډنمارک:د ډګروال عبدالقدوس رحیمي جنازه او فاتحه

ډنمارک:د ډګروال عبدالقدوس رحیمي جنازه او فاتحه

دافغانستان د وسله وال پوځ پخوانی افسر ډګروال عبدالقدوس رحیمي دورپېښې ناروغۍ له امله، پرون دجنورۍ په ۲۶مه، خپله سا د حق څښتن (ج) ته وسپارله . انا لله وان الیه راجعون .


ارواښاد قدوس خان رحيمي عبدالقدوس خان رحیمي په ۱۹۵۵ز.کال دهرات ولایت په شېنډڼډ کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې . لومړنۍ زده کړې یې په خپله سیمه ، منځنۍ یې په حربي ښوونځي او لوړې یې په حربي پوهنتون او دپخواني شوروي اتحاد په پوځي اکاډیمۍ کې ترسره کړې وي . دزده کړو تربشپړېدو وروسته يې دملي دفاع وزارت په بېلابېلو جزوتامونو او ادارو کې د افسر په توګه دنده ترسره کړې ده .


  نوموړي سپین زړئ ، سپین ژبئ او زړورشخصیت درلود ، هیواد اوولس يې دمرګ په شېبو کې هم دفکراووینا مضمون و . بې له شکه چې مړینه يې دهیواد او ولس د خواخوږوروښاندو له پاره ستره او نه جبیره کېدونکې تشه ده .  روح دې يې ښاد او یادونه دې يې تاند وي .


د جنازې او فاتحې خبرتیا


په دې وسيله ټولودرنو دوستانواودارواښاد د شخصیت مینه والوته خبر ورکول کېږي چې دارواښاد جنازه دراتلونکې سې شنبې په ورځ ،دروانې جنورۍ میاشتې په ۲۹مه ، دماسپېښین په یوه بجه ،په مالمو کې دروزنګوټ جامع جومات نه اخیستل کېږي او په همدغه ښار کې دمسلمانانو په هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي .


دنارینه او ښځینه و دفاتحې او دعا مراسم په همدغه ورځ او نېټه ،دارواښاد دکورنۍ اودوستانو له خوا، د مازديګر له دوه نیمو تر څلورو بجو دافغانانو په جومات کې ترسره کېږي.


دجنازې  لمونځ او تدفین مراسم په دې پته ترسره کېږي :


 Islamic center
jagarsrovagen 90
21237 malmo


د فا تحې او دعا مراسم په دې پته :


Lantmannagatan 59
21448 malmo


داړتیا پر وخت لاندې ټېلفون شمېرو ته زنګ ووهئ :


۰۰۴۶۷۳۷۸۰۱۳۰۳/۰۰۴۶۷۰۲۰۱۸۳۴۹‎
۰۰۴۶۷۰۷۹۴۹۲۲۳/۰۰۴۶۷۰۴۱۳۶۰۴۳