کور / تازه خبرونه / پخوانۍ شمالي ټلوالي په مزارشریف کي غونډه وکړل

پخوانۍ شمالي ټلوالي په مزارشریف کي غونډه وکړل

د راپورنو له مخي نن د مزارشریف ښار دپخواني شمال ټلوالي د غونډي شاهد وو . غونډه د نومړي اتحاد یو نمایش وو چي خلکو ته د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په درشل کي خپل کاندید معرفي کړي . په غونډه کي دښاغلي امرالله صالح ، ښاغلي ضیآ مسعود او ښاغلي محقق سره سره ښاغلي دوستم هم ګډون کړی وو . په غونډه کي ښاغلي مسعود د ملي آتلاف پر اتحاد او همږغی خبري وکړی ، خو ښاغلي عطامحمد نور بیا د خبریال د یوې پوښتني په ځواب کي وویل چي که چیري زمو. د خیال او جمال وړ سړی پیدا نه سو نو زه (عطامحمد نور) کاندید یم . د افغانستان د حالاتو څیړونکي وایي چي دا څلور کسان په خپل ټول ژوند کي پر یوه لار نه دي سره تللي ، او که تللي هم دي د خپلو خلکو د وینو په بیه تللي دي.ښاغلي عطامحمد نور څو ورځي وړاندي د ټلویزیونونو د کامرو مخ ته ښاغلی دوستم تر طالبانو مضر وګاڼه او وی ویل چي که د طالب او دوستم تر منځ انتخاب وي نو زه طالب انتخابوم خو نن یې خپل دوه مخه افغان اولس ته وښود .