کور / تازه خبرونه / د برازیل د یوه ښار د نڅا په سالون کي د اورلګیدني له امله مرګ ژوبله رامنځ ته سوه

د برازیل د یوه ښار د نڅا په سالون کي د اورلګیدني له امله مرګ ژوبله رامنځ ته سوه

د برازیل چارواکي وايي چې ددغه هیواد په جنوبي ښار ، سانتاماریا کې د نڅا په یوه کلب کې د اور د لگیدو له امله لږ تر لږه ۲۵۰ کسه مړه سوي او د ۲۰۰ څخه زیات کسان ټپیان سویدي.دغه اور ماښام د سورسورانکو او له اور سره د بازیو له وجهي د نڅا په کلب کې د اورلګیدني باعث سو. تر اوسه امنیتي چارواکي توانیدلي دي چي د ۱۸۰ په شا او خوا کي سوځیدلي مړي له نوموړي سالون څخه راوباسي . د اورلګبدني سره سم د اور وژني پولیس او خلک یو ځای راورسیدل او ټولو د نجات او اور وژني سره مرسته کول . برازیل د هغه هیواد د ولسمشري په خبره په ډیر غم او درد کي دۍ .