کور / تازه خبرونه / مرسي د مصر په دریو ښارونوکي استراري حالت اعلان کړ

مرسي د مصر په دریو ښارونوکي استراري حالت اعلان کړ

محمد مرسي د مصر جمهورریس نن شپه د مصر خلکو ته د ټلویزیون له لاري د مصر په دریو ښارونوکي د استرار حالت اعلان کړ . د مصر خلک د څو وخت مخکي د فوټبال په مسابقه کي د مرګ ژوبلي د رامڼځ ته کیدونکو متحمینو د محاکمی پر ضد کوڅو ته راووتل او د دولت او محکمې د حکم پرضد یې لاریونونه شروع کړل. په دی لاریونونو کي تر څلویښت زیات کسان مړه سوي دي . یو ځوان د فرانسی د ټلویزیون میکرفون اخلي او په ډیر احساساتي خبرو له مرسي څخه د قدرت څخه لیري کیدل غواړي ، هغه وايي حسن مبارک مو په همدی مدني حرکتونو لیري کړ او د اخوان المسلمینو ډله مو واک ته ورسول خو اوس ګورو چي دغه مسلمانان د خپل قدرت د بقا لپاره پر موږ مرمي اوروي او موږ وژني . دا ځوان په اخر کي د اعرابو د ذوال او نابودی خبره کوي او زیاتوي چي مصر ګاونډیو او کفارو خراب نه سو کړالای خو اوس د اخوان المسلمین څخه دا ډار سته چي تاریخي مصر به د تاریخ کندي ته واچوي .