کور / تازه خبرونه / حامدکرزي: طالبان دامریکاپه ګټه جنګیږي

حامدکرزي: طالبان دامریکاپه ګټه جنګیږي

افغان جمهوررئیس حامدکرزي نن نا څاپه دیوه لوړ پوړي پلاوي په ګډون دهلمند ولایت ته ورسیدي. حامد کرزی دهلمندولایت په مرکز لښکرګاه کې دقومي مشرانواومحلي چارواکوسره يوې غوندې ته وويل، چې طالبان د امريکا لپاره جنګېږي، خودجګړې قرباني يې افغانان دي.
حامدکرزي وويل چې طالبان هره ورځ په اروپايي هېوادونوکې له امريکايي چارواکو سره چاى اوچاکلېټ خوري او دلته، چې کومې ورانکارۍ کوي، داکار يې ټول دامريکا لپاره خدمت دى.
ولسمشر وويل، په دې کې د امريکا د متحده ايالاتو لوى هدف دا دى، چې په ناامني او دوسله والوطالبانو په فعاليت کې خپلې ګټې ولټوي او دزيات عمر لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
کرزي زياته کړه، چې ترهګري او تروریزم په افغانستان کې نشته؛ بلکې د پولې په ها غاړه کې ده. د ده په وينا امريکا اوناټو بايد لومړى د ترهګرۍ ځالې پيدا کړې واى او بيا يې جګړه ورسره کړې واى، د ده په خبره، تېر لس کاله افغانان هسې د پرديو دهدفونو قرباني شول.کرزی زیاته کړه چي دافغانستان او پاکستان ترمنځ ښي اړيکي ددواړوخو اوو په ګټه دي خو دااړیکي باید دیوي صادقانه دوستي پر بنسټ ولاړي وي.نوموړي له خلکو وغوښتل، چې د افغان دولت د پياوړتيا لپاره خپل مسووليتونه ادا کړي.
بايد وويل شي، چې حامد کرزي دا څرګندونې دوې ورځې مخکې د ښځو دنړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې هم وکړې، چې وروسته امريکا د نوموړي دغه څرګندونې رد او بې بنسټه وبللې؛ خو افغان دولت وايي، چې په دې اړه کره شواهد په لاس کې لري.
ولسمشر کرزی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې په دې وروستيو کې د امريکا او افغان دولت تر منځ اړيکې خړې پړې شوې دي. دوې اوونۍ مخکې هم ولسمشر کرزي فرمان صادرکړ اوملي دفاع وزارت ته يې امر وکړ، چې په دوو اوونيو کې له ميدان وردګو ولايت څخه ټول ځانګړي امريکايي ځواکونه وباسي؛ خو دغه نېټه تېره ورځ پوره شوه او تر اوسه ځانګړي امريکايي ځواکونه له دغه ولايت څخه نه دي وتلي.
له وردګو ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکل شوې ورځې په رارسېدلو سره، د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د افغان او ځانګړو امريکايي ځواکونو ترمنځ په وسله واله نښته کې دوه ځانګړي امريکايي سرتېري ،دری افغاني سرتیري او ګڼ شمېر افغان سرتېري هم ووژل شول.دافغانستان او امریکا ترمنځ بل تړون دبګرام دزندان سپارل افغان لوري ته وو، چي دوي ورځې مخکي یې دسپارلونیټه تیره شوه ،خوزندان لااوس هم دامریکایی ځواکونو په لاس کي دئ.
د لښکرګاه په نننۍ غونډه کې خلکو هم خپلې بنسټيزې ستونزې بيان کړې او له ولسمشر څخه يې وغوښتل، چې د حل لپاره يې عملي ګامونه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې دا په تېرو لسو کلونو کې د حامدکرزي څلورم سفر دى، چې دهلمندولایت ته يې کوي. د نوموړي وروستى سفر دوه کاله مخکې، د هلمند ولايت ناوې ولسوالۍ ته و.لښکرګاه ته د هغه له ورتګ سره سم، کلک امنيتي تدابير نيول شوی وو.