کور / تازه خبرونه / امریکا دپاکستان او ایران ترمنځ دګازو دګډي پروژی دجوړولو په هکله خواښینې دی

امریکا دپاکستان او ایران ترمنځ دګازو دګډي پروژی دجوړولو په هکله خواښینې دی

واشنګټن: دامریکا دبهرنیوچارووزارت ویاند(ویکتوریانولند )رسنیوته څرګنده کړه ،چي پاکستان دخپلي انرژي داړتیا وودپوره کولولپاره دډیرونورولاروانتخاب در لودې ،مګر هغه دایران سره دګازدنوی پروژی لاره انتخاب کړله. امریکایانو په وارو،وارو پاکستان ته ویلي وو،چي ددي پروژی دپلی کولو څخه دي لاس واخلي ،ولي پاکستان ورته غوږ ونه نیوی اوهيڅ اهمیت یې وړنکړی.
امریکایوځل بیا ددي ګازي نوی پروژي دلیکي په غزولوکي ژوره اندیښنه ښکاره کړه، هغه وویل چي امریکا مخکي دپاکستان دانرژی په تیارولوکي په پراخه پیمانه ځانګړۍ پانګونه کړیده اوغواړي په دی هکله نوري مرستي هم وکړی ترڅوددي هیواد دانرژی اړتیاوي پوره شي.
هغه وویل که چیری پاکستان خپل ځان دایران تر ولکي لاندي نه وای راوستي ، بیا به دجاپان او اورپایي هیوادو مرستي دپاکستان سره زیاتیدلي .هغه په ډاګه وویل که پاکستان دګازدغه پروژه دایران سره لاس لیک کړی نو دامریکا او نړیوالو لخو اه به ورباندی مالي قیدونه اوتحریمونه ولګول شي.
دامریکا دجمهوررئیس یو بل سلاکار( تام دونلیون) بیا وایې چي دامریکا او پاکستان ترمنځ دوستانه ښي اړیکي باید زیان منې نشي ،دا ځّکه چي پاکستان دامریکي دکلکوملګروڅخه ګڼل کیږي اوپاکستان دتیروریزم او تاوتریخوالي په لاره کي دامریکی سره ډیره همکاري کړیده. ولي اوس دپاکستان او ایران دغه دګاز دسولي په نامه نوی پروژه به ددواړو هیوادو تر منځ ستونځې را پیدا کړی اودراتلونکوهمکاریوکچه به ټیټیه اویا غیرممکنه شي.
دغه لوړپوړي سلاکار زیاته کړه ،چي دپاکستان اوامریکا اړیکي څوځله ترنګلي شویدي. خودهغه په وینا دبن لادن دوژلوپه عملیاتوکي اودامریکا دهوایې برید له امله دپاکستان دسرحدی د(۲۶ )پوځیانووژل بیا هم پاکستان او امریکا دواړه دتیروریزم اودافغانستان سره دهمکاری ژمني ته ادامه ورکوی.
دیادولووړده چي تیره ورځ دپاکستان دجمهوررئیس آصف علی زرداری په مشری یولوړپوړي هیئت دچابهار ښارته ولاړل اوهلته یی د ایران دجمهوررئیس احمدی نژادسره دکلنګ په نامه د پاکستان او ایران ترمنځ دګازو دلیږدولودنوی پروژی دتړون لاري چاري وسنجولي .
که څه هم امریکا په جدی ډول سره دپه مختفلو ډولونوسره پاکستان ته ددي پروژی څخه د تیریدو په هکله ځانګړي مشوري اواشاري کړی وي. خوپاکستان په ډاګه وویل ،چي ددي پروژی دپلې کولو تړونونه به عملي کړی .