کور / تازه خبرونه / دګرشک پرپله باندي چاودنه وشوه

دګرشک پرپله باندي چاودنه وشوه

هلمند: یوه خبري سرچینه وايی چي پرون دغرمي نه وروسته دګرشک پر پله باندي دیوه موټر په وسیله زوروره چاودنه تر سره شوه اوپل پرځمکه باندي ولګیدي اوویجاړشو.
دګرشک په ولسوالي پوري مربوط دغه پل دکندهار اوهرات پرلویه لاره باندی پروت دي چي زرګونه ترانسپورتي وسیلي هره ورځ ورباندي تیریږي. دخبرسرچینه وایې چي پرون دچاودیدونو توکو ډک موټر دریموټ کنترول په وسیله پردغه پله باندي وچاودیدي او پل یی بیخي خراب او ویجاړ کړی .
دمګړي دپله دواړو لوروته سل ګونه موټر ولاړدي اودپله رغونه به ډیر وخت وغواړي. دغه پل هغه یواځیني پل دي چي دهیواد دغربی ولایتونودخلکودتګ اوراتګ آسانتیاوی اودتجارتي مالونو دلیږدولو په چاروکی دترانسپورتي وسیلو لپاره ډیر آسانتیاوي برابروی.ددي پله دویجاړولووروسته به دپله دبیرته رغوني پوری دخلکودتګ اوراتګ او دتجارتي مالونودلیږدونې چاروته به زیات تاوانونه واوړي اودغه چاری به په ټپه ودریږي
ددي پل دنړیدلوپلان په داسي حال کي ترسره شو چي پرون کرزی دهلمند ولایت ته تللي وو،اود طالبانوڅخه یې وغوښته چي ددولت سره د سولي په پروسه کي ګډون وکړي اودجګړو څخه لاس واخلي .
دیادولوړده چي ددري لسیزو په اوږدوکي دجګړو پرمهال دمختلفو ډلو لخواه دغه پل ویجاړ نشو او نه ورته کوم زیان رسیدلي وو،خواوس ددي پله ویجاړیدل دطالبانو لخواه وکرزی ته دسولي یو ډیر ښه پیغام ګڼل کیږي .