کور / تازه خبرونه / حامد کرزی وایې :دامریکا سره ښې اړیکې غواړو

حامد کرزی وایې :دامریکا سره ښې اړیکې غواړو

امریکا ږغ :دآشنا راډیو دخبرله مخي دافغانستان جمهوررئیس حامدکرزی وایي چي دده وروستۍ تبصرې چي پر امریکاباندی انتقاد شوی وو،ددې دپاره وې چي داصلاحاتوسره مرسته وشي، نه دا چي ددواړوهیوادونوتر منځ اړیکي خرابي کړي.دافغانستان د جمهوررئیس ددفتر په یوه بیانیه کي دښاغلي کرزي له قوله ویل شويدي ،چي دده هیواددامریکا د متحده ایالاتوسره ښې اړیکي غواړي، مگر داسي اړیکي چي ددواړو مستقلو هیوادونو ترمنځ ټینګه دوستي وي.
دغه خبرپرون د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه خپر شوه،چی په افغانستان کي د امریکایي قواو لوړ پوړي قوماندان جنرال ( جوزف ډنفرډ ) خپلو قوماندانانو ته خبر داری ورکړ چي پوځونه يې د جمهوررئیس سره د زیاتیدونکوجنجالونو او تاوتریخوالي له کبله د حملې د زیات خطر سره مخامخ دي. نو ځکه یې وخپلو پوځونو ته دتیارسئ حالت اعلان کړی.دغه خبرد امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼي او نوروامریکایي مطبوعاتو خپور کړې وو.
ښاغلي کرزي د یکشنبې په ورځ په طالبانو باندي تور ولگاوه چي « د امریکا په خدمت کي دي » او هغوي ددې د پاره حملې او تشدد کوي چي افغانان وویروي او دې ته یې وهڅوي چي خارجي قواوي تر خپل وروستي مهلت وروسته چي ٢٠١۴م کال ورته ټاکل شوی دی، نور هم پسې پاته شي.
ټاکل شوې وه چې د شنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بګرام د زندان کنټرول افغان لوري ته وسپارل سي خو دغه کار ځکه ونسو چې دواړې خواووې موافقې ته سره ونرسېدلې.
د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د امریکا پخواني د دفاع وزیر لیان پنیتا ویلي وو چې ناټو او متحدین یې په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ کال د مهال ویش وروسته په افغانستان کې د ۸ زرو څخه نیولې تر ۱۲ زرو پوري نړیوال ځواکونه پرېږدي. اوس مهال ناټو په افغانستان کې د یو لکو شاوخوا سرتیري لري.