کور / تازه خبرونه / سباپه غزنې ولایت کي داسلامي هیوادوداستازو په ګډون دثقافت او فرهنګ کلتوري غونډه جوړیږي

سباپه غزنې ولایت کي داسلامي هیوادوداستازو په ګډون دثقافت او فرهنګ کلتوري غونډه جوړیږي

سبا دشنبه ورځ داپریل ۱۳ نیټه په غزني کې داسلامی هیوادودکلتوری استازوپه ګډون یوه ځانګړي غونډه جوړیږي ددي غونډی دمراسمو په ترځ کې به دې ولایت ته دنړۍ داسلامی ثقافت او فرهنګ دمرکز نوم ورکړ ل شي.
د افغانستان د اطلاعاتواوکلتوروزیرپر وسله والو طالبانوږغ وکړ،چې په غزني کې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.په عین وخت کې دافغانستان د کورنیوچارو وزارت وایي، چې په غزني کې ددې مراسمو دښه امنیت لپاره یې ټينګ تدابیرنیولي دي.
دغزني ولایت امنیه قوماندان زړور پرون مخالفونووسله والو ته په ډاګه کړ چي ددغو مراسمو دښه امنیت لپاره (۵۰۰۰)پولیس تیار اوچمتودي چي ددی ولایت دامنیت چاري پرمخ بوزي.زړورزیاته کړه که چیري وسله وال مخالفین کوم وسله وال بریدوکړي نودوی به هغوی ژر له منځه یوسي.
دغزنی ولایت لنډه پیژندنه:
د تاریخ پوهانو په نظر غزني په ۱۵۰۰ کال کې عیسوی سنې مخکې دهندوستاني راج (پاچا) لخوا جوړ شو. په ۶ پیړۍ عیسوی سنې مخکې دغه ښار دکوروش ۲ د پوځونو لخوا ونیول شو. د غزني ښار تر ۷ پیړۍ پورې د بودهزم دمرکزونو څخه وو. په ۶۸۳ کال کې د عرب اردو غرني ونیواوخلکو اسلامي مذهب قابل کړل. په ۹ پيړۍ کې غزني د غزنوي سلطنت پایتخت شو. دغزنویانودحکمرانو محمود غزنوي دغزني په پایتخت کې یوه لویه کلا جوړه کړه. غزني په ۱۳ پیړۍ کي دچنګېزخان لخوا خراب شو. په ۱۸۳۹ کال ګې د افغان-انګرېز دلومړۍ جګړې په وخت کې غزني دانګرېزي پوځ لخواونیول شو.
دغزنۍ ولایت د هیوادپه سهیل ختیځ کې له پلازمېنې کابل څخه لیرې په یوسل پینځه دیرش (۱۳۵)کیلومترۍ کې د کابل – کندهار په لویه لار پروت ولایت دی. د دغه ولایت مرکز هم په خپله دغزني ښاردي .
غزنی دګران هیوادافغانستان د۳۴ ولایتونوپه کچه د زیاتو تاریخې سیمو،اثارو، ودانیو، اماکنو، جوماتونو، ابداتو، مزارونو،زیارتونو،او مقبرودرلودونکی ولایت دی.
غزنۍ شاخوا څلورسوه (۴۰۰)تاریخي ځایونه لکه ودانۍ، ابدات او زیارتونه لري چې اکثره یې د تیرو څوکلونو جګړو، طبیعي پیښواوداړوندوچارواکودغفلت له امله زیانمن شوي دي.
دغزنی مساحت:(۳۲۷۹۷)کیلومترمربع ته رسیږی اونفوس:(۳۰۰، ۱،۱۱۱) وګړي دي په دی ولایت کي پښتون ، تاجک اوهزاره قومونه ژوندکوي.
دغزنی ولایت تاریخي ځایونه :
۱: دغزنی ارګ
۲: دغزنی مناري
۳:د سلطان مسعودغزنوی ماڼي
۴:دسبکتگین قبر،
۵:دسلطان محمود غزنوی قبر
۶:دسنایی غزنوی قبر
۷: دسردارتپه
۸:دغرنویانو ددوری لرغوني تاریځی ځایونه.
۹: دپیروزی (بڼ )باغ
۱۰:محمودی (بڼ)باغ
۱۱:دزروونوباغ او یا باغ هزاردرخت.
دغزنی ولایت اداري جوړښت پر (۱۹)ولسوالیو باندي ویشل شوی دئ.
۱: دجغتوولسوالي
۲:دناوُرولسوالي
۳: داجرِستان ولسوالي
۴:دمالستان ولسوالي
۵:د جاغوری ولسوالي
۶:دمُقرولسوالي
۷:د غزنی ولسوالي
۸:دناوي ولسوالي
۹:دآب‌بند ولسوالي
۱۰:د گیروولسوالي
۱۱:د قره‌باغ ولسوالي
۱۲:داَندَړوولسوالي
۱۴:دده‌یک ولسوالي
۱۵:د زَنه‌خان ولسوالي
۱۶:د گیلان ولسوالي
۱۷: دخوګیاڼی ولسوالي
۱۸:دخواجه عمری ولسوالي
۱۹:دوعزی ولسوالي