کور / تازه خبرونه / په ولسي جرګه کې شاوخوا (٨٠ )اتیاغړوبډې او رشوت اخيستې دي

په ولسي جرګه کې شاوخوا (٨٠ )اتیاغړوبډې او رشوت اخيستې دي

کابل ولسي جرګه:دمهال خبری ویب پاڼي په یوه خبر کي راغلي ،چي دولسې جرګې یو شمېر غړي وایې، چې د دې جرګې اتیا غړي په فساد کې ښکیل دي.
دوی وایې، چې د لسګونوهغو وکیلانولست یې برابر کړی، چې دیو شمېر وزیرانو د استیضاح په مسالې کې یې پیسې ترلاسه کړي دي.
ولسي جرګه چې تر ډیره د قوانینو د تصویب دنده لري په دې وروستیو کې د فساد او معاملو له امله څیړونکي،عام خلک او ان په خپله وکیلان پرې سختې نیوکې کوي.
تېرکال دسلواغې په لومړيوکې ولسي جرګې دملي دفاع، کورنيو چارو، سوداګرۍ، اقتصاد، اوبو او برېښنا، پوهنې، ښاري پراختيا، کانونو، لوړو زده کړو، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو د وزيرانو د استيضاح پرېکړه وکړه .
جرګې داستيضاح دليل په ١٣٩٠ کال کې د دغو وزارتونو د پراختيايي بوديجو له نيمايي لږ لګول ښودلى وو، خو وروسته يې په اړه د جرګې د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شول او په بېلابېلو غونډو کې يې په اړه بحثونه وشول .
د ولسي جرګې د غړو تر منځ د يادو وزيرانو د استيضاح په اړه اوږدې ناندرۍ وروسته له هغه د وري په ١٧مه پاى ته ورسېدې چې د څلورو تنو په اړه جرګې خپله پرېکړه بېرته واخيسته او پاتې نورو ته يې بيا د باور رايه ورکړه.
د ولسي جرګې يو شمېر غړيو مخکې ويلي، چې د دې جرګې يو شمېر غړو د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې پېسې اخيستي او ځينو نورو يې حزبي او سمتي اړيکې پاللې دي .
ټاکل شوې وه ، چې تېره شنبه ولسي جرګه په دې اړه بحث وکړي ، خو دا کار ونه شو او نن د ولسي جرګې عمومي غونډه دبندو دروازو تر شاه وشوه .
د ولسي جرګې مرستيال ميرويس ياسيني ، چې نننۍ غونډه يې ترمشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل “دجرګې غونډه ددې لپاره سري شوه ،چې د جرګې د اصلاح په اړه خبرې په کې کيږي “.
په ولسي جرګه کې د کندوز استازي عبدالودود پيمان ، چې په سري غونډه کې يې برخه اخيستې وه د ملي شورا په انګړ کې خبريالانو ته وويل ، چې په نننۍ غونډه کې په ولسي جرګه کې د شته فساد او ځينو نورو مواردو په اړه خبرې وشوې . هغه په وينا، د جرګې يو شمېر غړو ټينګار کاوه ، چې د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې د جرګې ځينو غړو پيسې اخيستې دي .
ده زياته کړه :د يادې جرګې اتيا سلنه غړي په فساد کې ښکېل دي او اتيا تنو د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې بډې اخيستې دي .”
پيمان دعوه کوي ، چې په تېره استيضاح کې وزيرانو، د پيسو تر څنګ وکيلانو ته ميلمستياوې ورکولې او د بهرنيو سفرونو ژمنه يې ورسره کړې دي .
هغه پر ته له دې ، چې د چا نوم واخلي ، وويل چې ده د جرګې د ځينو نورو غړو په همکارۍ “د شواهدو او قراينو” له مخې د بډو اخيستونکو وکيلانو نوملړ برابر کړى ، چې په اړه به يې لومړى له همدې وکيلانو سره ناسته ولري.
ده زياته کړه :
“موږ له دې وکيلانو سره کېنو او ورته وايو ، چې ځانونه اصلاح کړئ که چيرې يې دا کار ونه کړ، نو نومونه به يې د مطبوعاتو په اختيار کې ورکړل شي .”
پيمان دا هم وويل ، چې د ولسي جرګې غړو او په ټوله کې ملي شورا تر اوسه هغه څه نه دي کړي ، چې د خلکو پر وړاندې يې سترګې لوړې وي .
په ياده جرګه کې د فراه استازي محمد سرور عثماني ، د هلمند استازي عبدالجبار قهرمان او د فراه بل استازي سميع الله صميم هم وويل ، چې په ولسي جرګه کې اداري فساد شتون لري او د وزيرانو د استيضاح په موضوع کې پيسې اخيستل شوې دي .
خو هغوى د هغه نوملړ په اړه ناخبري وښوده ، چې عبدالودود پيمان يې يادنه وکړه .
دوى وايي ، چې تراوسه د جرګې د غړو د بډو په اړه داسې شواهد نه دي ترلاسه شوي ، چې له مخې يې نوملړ برابر شي .