کور / تازه خبرونه / زابل کي یوي چاودنې دیوې کورنۍ اته غړي ووژل

زابل کي یوي چاودنې دیوې کورنۍ اته غړي ووژل

زابل . دزابل څخه رارسیدلی خبر وایې ، چې د زابل ولایت دسوري ولسوالۍ په سیوري سیمه کې دماین چاودنې له کبله لږترلږه اووه ولسي وګړي وژل شوي اوڅلور نور یې ټپیان کړي دي.ټول وژل شوي کسان دیوي کورنۍ غړي دي.
دکورنیو چارووزارت وایې ،چي نن سهار وختي (۷)بجي داچاودنه هغه وخت را منځته شوه ،چي دیادي کورني غړي په تراکټورکي سپاره اوخپله کډه یې بار وه ،دوی دزابل ولایت دسیوري ولسوالي څخه د شاجوی لوري ته پرلاره روان وو ،چي ددوی تراکټور پر یوه ښخ سوي ماین وروخوت اومرګ ژوبله یې را منځته کړله .ځایې چارواکي وایې چي په دي پیښه کي اته تنه وژل شوي اوڅلور تنه ټپان دي.
که څه هم دکورنیو چارو وزارت د دغې چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو باندي اچوي، خوطالبانو تراوسه پوري ددي پیښي په اړه څه نه دي ویلي .
په افغانستان کې د ولسي وګړو په نښه کول او په جګړه او چاودنو کې د هغوی وژل کېدو افغانان ډیراندېښمن کړي دي.
دروان اپریل پر اوومه، د زابل په مرکز کلات ښار کې د والي پر هغه کاروان برید وشو، چې بهرنیان هم ورسره ملګري وو، په هغه بریدکي پنځه امریکایان ووژل شول ،په وژل شووکسانوکي یوه هم پنځه وویشت کلنه امریکا یې دیپلوماته وه .
که څه هم دبرید هدف والي و، خونوموړی دپیښي څخه روغ رمټ ووت.