کور / خبرتیا او پيغامونه / هالنډته د ولسمشرکرزي د راتګ په اړه د افغاني کلتوري ټولني پيغام

هالنډته د ولسمشرکرزي د راتګ په اړه د افغاني کلتوري ټولني پيغام

د لوی څښتن په نامه


اوروپا ته د ښاغلي حامد کرزي د راتګ په اړه د افغاني کلتوري ټولنې پيغام


په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو د پياوړتيا هر کلی کوي او د افغانستان د لوړپوړو چارواکو تګ بهرنيو هېوادونه ته د افغانستان په پرمختګ او سوکالي کې جوت ګام ګڼي او په دې اند ده چې له نورو بېلابېلو هېوادونو سره اړيکې ټينګول د بېلابېلو ټبرونو او وګړو تر منځ د پوهاوي او زغم سبب ګرځي. 


افغاني کلتوري ټولنه د افغانستان د جمهور رئيس ښاغلي حامد کرزي راتګ نيدرلند ته هم يوه غوره پېښه ګڼي او په دې هيله ده، چې د ښاغلي حامد کرزي دغه سفر دافغانستان او د افغانانو لپاره ګټور اغېز ولري او په افغانستان او په بهر کې د افغانانو د ستونځو په برخه کې د حل لارې وموندل شي. 


افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې په افغانستان کې د وروستيو اوو کلونو په بهير کې ګڼشمېر جوت ګامونه پورته شوي دي، مګر د افغانستان د ټوليز پرمختګ ستراتيژيک جوت پلان نشته دی، افغانستان لا هم د خپلمنځي جګړې او بهرني ښکېلاک ډګر دی او افغانان بې له کومې موخي خپل خواږه ځانونه، وروڼه، خويندې، پلرونه او ميندې قربانوي. د افغانستان د ټوټېکېدلواو د کورني جنګونو ګواښ لا هم شته دی او د هېواد خلک اوسمهال هم د کورنيو ټوپکسالارانو د غوبل قرباني دي.


په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه ښاغلي حامد کرزي ته وړانديز کوي، چې په افغانستان کې د جګړې د ختمېدو او په افغانستان کې د سولې د پياوړتيا لپاره جوت ګامونه پورته کړي، چې په دې برخه کې په افغانستان کې د اداري، مقننه او اجرايي چارو لپاره د يو پياوړي مسلکي ټيم جوړول او له غير مسلکي خلکو څخه دافغانستان د اداري سيستم پاکول او د وروستيو دېرشو کلونو د جګړو مسؤلين محاکمه کول، اړين ګڼي.


افغاني کلتوري ټولنه په دې نظر ده، چې په افغانستان کې د بهرنيو ملکونو کلتوري يرغل د افغانانو لپاره نه زغمېدونکی دی او د افغانانو په اسلامي ارزښتونو ملنډې وهل، د افغانستان جګړه تلپاتې کوي او د جګړې اور ته لمنه وهي. له غربي او نورو ملکونو څخه د منحرفکونکو شيانو راوړل يا هم خپرول، د افغانستان  راتلونکی نسل د افغانيت د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ کوي او د افغانستان د تاريخ او افغاني هويت د له منځه تللو بېړۍ نوره هم ګړندۍ کوي. 


افغانستان يو جنګ ځپلی هېواد دی، افغاني کلتوري ټولنه ګومان کوي، چې افغانان په لومړي ګام کې امنيت ته اړتيا لري او په دې برخه کې د جوت خوځښت لپاره د افغانانو په منځ کې د وروروګلوي، پوهاوي او زغم پياوړي کول اړين ګڼي او د امنيت په برخه کې د هېوادپالومسلکي پوليسو او ملي ځواکونو روزل يو جوت ګام ګڼي.


د افغانستان د وګړو شمېر لږ تر لږه دېرش ميليونه دی، چې په افغانستان کې د ماشومانو روزنه، د خلکو لپاره د کار موندل، د زړو او سپين سرو لپاره د پالنتونونو جوړول او د وګړو لپاره د روغتيايي مرستو پياوړي کول د افغانستان د پرمختګ او د امنيت د رامنځ ته کېدلو بنسټيزې چارې دي، ځکه نو افغاني کلتوري ټولنه وړانديز کوي چې ښاغلی حامد کرزی هڅه وکړي، چې بهرني هېوادونه دې ته وهڅوي، چې په افغانستان کې په سولييزو برخو کې مرسته وکړي او د جګړې او ښکېلاکه لاس پر سر شي. 


افغانستان څلوردېرش ولايتونه لري او د ټولو ولايتونو انډوليزه وده د بېلابېلو سيمو د ټولنيز ژوند د پرمختګ سبب ګرځي، د بې ځايه ټولنيز فشار مخنيوی کوي او د ښار او کلي د ژوندانه توپير له منځه ځي، خلک په اساني کولی شي خپلې اړتياوې تر سره کړي او د خلکو تر منځ پوهاوی او زغم پياوړی کېږي. 


د وروستيو کلونو په بهير کې په افغانستان کې له پښتو او پښتنو سره د دښمني چلند پياوړی شوی دی، چې دغه پروسه د پښتو د ورکېدو او د پښتنو د ځورېدنې سبب ګرځېدلې ده او د افغانستان د دولت مخالفين يې پياوړي کړي دي او يا هم د دولت پر ضد جنګېږي، چې د افغانستان تلپاتې غميزه يې نوره هم اوږده کړې ده، نو افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې پښتو دې په ښوونځيو او دولتي چارو کې پياوړې شي. جګړې ته د پای د ټکي لپاره وړانديز کوي، چې بهرني ځواکونه دي له افغانستانه ووځي او پر ځای دې يې په افغانستان کې سولييز پروګرامونه پلي شي او د دولت له مخالفينو سره دې د مرکو او د پوهاوي زمينه رامنځ ته شي. 


په بهر کې د افغانستان په ديپلوماتيکو څانګو کې د افغانانو لپاره د کارونو چارې او سمونتيا بايد په سمه توګه سمبال او پياوړې شي. په افغاني ديپلوماتيکو څانګو کې بايد د افغانستان د رسمي ژبو انډول وساتل شي او له پښتو سره دې د ميرې چلند نه کېږي. په تېره بيا په غربي اروپا کې پښتو ضد چارواکي د پښتنو لپاره ګڼشمېر ژبنيزې ستونځې رامنځ ته کړې دي، چې د ګڼشمېر افغانانو لپاره يې روحي او رواني تکليفونه رامنځ ته کړې دي او دغه نامناسبه چلند د پښتنو د خواشيني سبب ګرځېدلی دی او د افغانستان له چارواکو سره يې کرکه پياوړې کړې ده. 


په ورستيو دېرشو کلونو کې د افغانستان په جګړو کې ښکېل ګروپونه د لويې جرګې له پرېکړې او د جمهور رئيس له فرمان سره سم وبښل شول، مګر د افغانستان د اسلامي ګوند  او د طالبانو د غورځنګ غړي و نه بښل شول، چې دغه چلند ګڼشمېر خلک د افغانستان له دولته ليرې کړل، چې تر ننه له افغاني دولت سره جنګېزي، نو افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې په دې برخه د مناسب او بينالافغاني پوهاوي چلند غوره شي او د نومولشويو ډلو غړي هم له دغه بښنې برخمن شي.


په افغانستان کې د کمونيستي او اسلامي ګروپونو لوړپوړي چارواکي، چې لاسونه يې د خلکو په وينو سره دي اوسمهال هم د افغانستان لوړ پوړي چارواکي دي، چې خلک يې خواشيني کړي دي او د افغانستان له دولت سره همکاري نه کوي، مګر له هېواده بهر بيا يو شمېر خلک د بينالافغاني جګړې او يا هم شخړو په اړوند سره اوسمهال په بهرنيو جېلونو کې شپې سبا کوي او د عمومي عفوې له پرېکړې بې برخې دي، چې په تېره بيا په نيدرلند کې له افغانانو سره سم سلوک نه کېږي او د اتو زرو شاوخوا خلک په نيدرلند کې د پاتې کېدلو حق نه لري او د يو شمېر د بندېکېدو ګواښ هم موجود دی، نو افغاني کلتوري ټولنه ښاغلي حامد کرزي ته وړانديز کوي، چې د دغو ناخوالو په اړه د نيدرلند له لوړپوړو چارواکو سره يادون وکړي او د دغو ستونځو د حل لپاره جوت ګامونه پورته کړي.


په درنښت 
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه
30-05-2008