کور / تازه خبرونه / لښکرګاه:بمي چاودني څلورپولیس ووژل

لښکرګاه:بمي چاودني څلورپولیس ووژل

هلمند: دهلمندولایت څخه یوتازه خبر وایې ،چي ددي ولایت اړوند په موسى کلاولسوالۍکې دماين چاودنې په ترڅ کې څلور افغاني پوليس وژل شوي دي.
د هلمند دوالي وياندعمر ځواک دپژواک خبرى اژانس ته وويل ، چې دا پېښه تېره ورځ له غرمې مخکې د موسى کلا دښرمښ په سيمه کې رامنځته شوې ده.
دده په خبره ، چې په ياده سيمه کې که څه هم امنيت تر ډيره ښه دى، خو ياده پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې پوليس د ګزمې په حال کې و، چې د ماين چاودنه پرې وشوه .
د هغه په وينا، په دې پېښه کې په موټرکې سپاره څلور واړه پوليس ووژل شول.
نوموړي وويل ، چې ماين د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پرځاى شوى و، خو تردې دمه يې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او په اړه يې پلټنې روانې دي.
بلخوا وسله والو طالبانو ويلي ، چې د موسى کلا په ديزور سيمه کې د ماين چاودنې د پوليسو يو ځايي قوماندان رستم او ساتونکي يې وژلي دي .
دموسى کلاولسوالي دهلمندولايت يوله نا ارامه اوشمالي ولسواليوڅخه ګڼل کيږي .دهلمند ولایت امنيتي چارواکي وايې ،چې ددي ولايت دسنګين ولسوالۍ پردووامنيتي پوستوباندی بريدونه سوي دي.چې په دي بريدونوکې دوه وسله وال طالبان وژل سوي دي.
لراوبرویب پاڼي ته دطالبانوویندوي قاری محمد یوسف احمدی په یوه رالیږلي لیک ویلي، چي دهلمند په سنګین ولسوالۍکي ددولت یوه جنګي چورلکه راوغورزول شوه اوددي ولسوالي مرکز کلاوال ،توغي او سار وان کلافقیر بابا او چناري سیموکي ،چي کومه جګړه له څلوروورځورا پدیخوا په شدت سره روانه ده ، پکي ددښمن دڅلورو قوماندانانو اهل الله ، عبدالله ،ګلالي او جان په شمول لسګونه عسکر ووژل شول اوشپَږ پوځي موټران یې له منځه ولاړل ،چي ډیری سیمې دمجاهدینوپه لاس کي پریوتلې اوله دښمن نه پکي یو ټانګ دوه ثقیلان درې راکټان ۵کلاشنکوفونه پنځلس زره دثقیل مرمۍ غنیمت شوې دي.