کور / تازه خبرونه / په کابل کي دوي درني چاودنې ترسره شوي

په کابل کي دوي درني چاودنې ترسره شوي

بیړنې خبر!
کابل: دکابل څخه یوه تازه راپور وایی ،چي نن مازیګردکابل په وخت څلوربجي دکابل په څلورمه ناحیه کي دوي پرله پسی چاودني وشوي.چاودنې دومره درنې وي،چې نژدې په ټول ښارکې یې ږ غ واورېدل شو.
دکابل پولیس له جرمونوسره دمبارزې رئیس جنرال ظاهرظاهردپېښي دتاییدترڅنګ وویل، چې دمګړۍ دپېښې د مشخص ځای اوڅرنګوالي په اړه څه نه شي ویلای، دنوموړي په وینا نښته اوس هم دوام لري. دپیښي له ځاي څخه خړپړتورپنډ لوګې اودودونه پورته کیږي . دځینومالوماتوله مخي نښته دملالي زيژنتون شاوخواسیمه کي شوی ده .په دغه سیمه کې خوراکلک امنیتي تدبیرونه لیدل کېږي ،اوله چاودنې وروسته ډېر شمېرامنیتي ځواکونه دپېښې ځای ته رسیدلې، اودپیښی سیمی ته نږدي ټولي لاری تړل شوی دي .دمګړۍ دچاودنې دڅرنګوالي اوتلفاتو په باب رسمي معلومات نه دي ورکړل شوي. ویل کیږي چي دامنیتي ځواکونواوبریدګرو ترمنځ نښته لا په خرپ سره روانه ده. دکابل دپولیسو قوماندان ایوب سالنگی رسنیو ته ویلي چي دغه بریدونه دواړه په یوه وخت له پخوانه سازما ن شوی وو. ښاغلي سالنګی وایې چي دوه بریدګر وژل شوي اودوه نوردامنیتي ځواکونوسره په جګړه کي ښکیل دي.
په پیښه کي دنوروانساني تلفاتواومالي زیانونو په اړه ما لومات نشته. دپیښي په هکله نورجزئیات به وروسته خپاره شي .وسله والوطالبانو ددې پېښې مسوولیت په غاړه اخیستي دي.