کور / تازه خبرونه / دکابل دټولنیزوعلوموپوهنتون ځینومحصلینو دحکومت دبي پروايې له امله لاریون کړي

دکابل دټولنیزوعلوموپوهنتون ځینومحصلینو دحکومت دبي پروايې له امله لاریون کړي

کابل: په کابل کي دټولنیزوعلومودپوهنتون محصلین دحکومت څخه غوښتنه کوي ،چې دپوهنتون په دننه چاپیریال کي دنژاد، تبعیض ، تعصب اوقوم پرستي ناوړه عمل مخه ونیول شي.دوی پرحکومتي چارواکوباندي نیوکه کړي ،چي ولي حکومت دمحصلینوغوښتونوته غوږ نه نیسي . محصلین وایې ،دوی ځکه داعتراض اولاریون لاره خپله کړي ترڅوداجتماعي اوټولنیزوعلوموپه پوهتنو ن کي دغه ناوړي نابرابرتیاوي ژر ترژره له منځه یووړل شي .
ددي پوهنتون دمحصلینویوي ډلي پنځه ورځي مخکي ددي ناوړه عمل دغندني اودمدني حقوقودنه مراعاتولو په اړونددډوډۍ په نه خوړولوباندي لاس پوري کړي. دوی هوډکړي ترڅوددي پوهنتون رئیس اوورسره ملګري یې ( تعصب اچونکي) ډله له دندي څخه ګوښه نشي خپل لاریون اواعتصاب ته به ادامه ورکړي.
لاریون کونکي محصلین وایې ،چي تراوسه پوري حکومتي چارواکو ددوی هيڅ غوښتني ته غوږ نه دي نیولي. دمدني ټولني ډیروفعالینودمحصلینو دلاریو ن اوغوښتنوڅخه ملاتړی کړي اودحکومت څخه یې غوښتي ،چي ژر ترژره دمحصلینوغوښتني ومني.
ویل کیږي چي تراوسه پوري ددي پوهنتون دمحصلینو له ډلي څخه (۳۰) تنه دروغتیایې حالت دخربوالي اوکمزورتیاله کبله روغتون ته وړل شوي اوتردرملني لاندي دي.دغومحصلینوداعتصاب په اوله ورځ ژمنه کړي وه ،چي ترڅودلوړوزده کړوچارووزارت ددوی غوښتني و نه مني ،دوی به خپل لاریون اومظاهرو ته ادامه ورکړي.