کور / تازه خبرونه / دغزني داندړوولسوالي په جومات کي یوي چاودني( ۹) کسان ووژل

دغزني داندړوولسوالي په جومات کي یوي چاودني( ۹) کسان ووژل

غزني :د غزني ولایت سیمه ییزوچارواکوویلي، چې پرون د جمعې پر ورځ دماښام ترلمانځه وروسته د اندړو ولسوالۍ په علي جان کلي کې چاودنې وسله وال طالبان اوولسي وګړي وژلي.
د غزني په یوه روغتون کې له چاودنې یوه ژغورل شوي ټپي اوعیني شاهد وایې ، چې تېر بېګا اووه طالبان جومات ته راغلل چې یوه بوشکه هم ورسره وه، بوشکه یې دجومات په طاقچه کې کېښوده، تر لمانځه وروسته ځینې کسان ووتل نوردوتلو په حال کې وو، یوطالب بوشکې ته ورغی اوګوتې یې پرې ووهلې، چې له همدې سره چاودنه را منځته وشوه.
د لومړنیو راپورونو له مخې، په جومات کې دغې چاودنې اته کسان وژلي، چې په وینا یې ټول طالبان دي.
خو ځینې داسې رپوټونه هم شته، چې په چاودنه کې کلیوال اویوماشوم هم وژل شوي دي.
بل لوري دغرني ولایت د ګیلان ولسوالې خبری سرچیني دچارواکو له خولي خبر ورکوي :چې نن (شنبه , دمې ۲۵ نیټه په ګیلان ولسوالۍ کې دطالبانو اوسیمه ییزو پولیسوترمنځ نښته پیل شوه، چې په وینا یې دسیمه ییزوپولیسویو قومندان سخي داد وژل شوی اودوه نورملګري یې ټپیان دي.،خوځیني بیا وايي چې په نښته کې شپاړس طالبان له منځه تللي اوجګړه لا روانه ده.طالبانو داندړواوګیلان ولسوالۍ د پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ویلي.