کور / تازه خبرونه / احسان الله احسان له خپلې دندې ګوښه شو

احسان الله احسان له خپلې دندې ګوښه شو

اسلام اباد :دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستاني ‌‌‌‌طالبانو ویاند احسان الله احسان له خپلې دندې ګوښه شوی او پر ځای یې شیخ مقبول نومي قومندان ګومارل شوی دی.دغه اعلان شمالي وزیرستان کې د پاکستانی طالبانو له لوري په یوه خبر پاڼه کې خپور شو.خبر پاڼه کې ویل شوي، چې پخواني ویاند احسان الله احسان په خپلو څرګندونو کې هڅه کوله، د پاکستاني او افغان طالبانو تر منځ اختلاف رامنځ ته کړي.دغه راز خبر پاڼه کې ویل شوي، چې شیخ مقبول د احسان الله احسان پر ځای د ویاند په توګه ټاکل شوی.د معلوماتو له مخې ، شیخ مقبول د اورکزی ایجنسۍ سیمې اړوند دی او له افغان طالبانو سره نژدې اړیکې لري.طالبانو ته نژدې سرچینې وايي پر احسان الله احسان داسې تورونه وو، چې د ځینو څرګندونو له کبله یې افغان طالبانو شکایت درلود او دغه شکایتونه د بیت الله مسېد په مشرتابه مرکزي شورا ته هم رسېدلي وو، چې له هغه وروسته دغه غبرګون څرګند شو او نوموړی له دندې لېرې کړل شو.” احسان الله احسان داسې تورونه وو، چې د ځینو څرګندونو له کبله یې افغان طالبانو شکایت درلود