کور / تازه خبرونه / دامريکا سفيرله مولانا سميع الحق وکتل

دامريکا سفيرله مولانا سميع الحق وکتل

کابل : له کابله پژواک خبري اژانس وايي په اسلام اباد کې د امريکا سفير ريچارډ اولسون د پاکستان د يوې مذهبي ډلې له مشر مولانا سميع الحق څخه د سولې په پروسه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.پاکستانۍ رسنيو خبر ورکړى، چې د امريکې سفير دغه غوښتنه تېره ورځ د مولانا سميع الحق په کور کې له هغه سره د دوه ساعته ليدنې پر مهال کړې ده.سرچينې زياته کړې، چې د دوى تر منځ په دې ليدنه کې له افغاني طالبانو سره د سولې د پروسې او د قطر د دفتر د تړل کېدو په اړه خبرې شوې دي.باوري سرچينو رسنيو ته ويلي، د امريکا سفير اولسون له مولانا سميع الحق څخه غوښتي، چې افغاني طالبان د سولې خبرو اترو ته چمتو کړي.د مولانا سميع الحق په مشرۍ د جمعيت علماء اسلام (س) ډلې سرچينو رسنيو ته ويلي، چې د دې ليدنې پر مهال تر ٢٠١٤ کال وروسته د افغانستان پر حالاتو، د نړيوالو ځواکونو د وتلو او د قطر د دفتر په اړه په تفصيل سره خبرې وشوې.د امريکا سفير په دې خبرو کې په ډاګه کړې، چې تر اوسه په قطر کې له طالبانو سره خبرې نه دې پيل شوې او په دې برخه کې يې له مولانا سميع الحق څخه مرسته غوښتې ده.