کور / تازه خبرونه / د سعودي مرستندويه کمېټې پر افغانانو خوراکي توکي وويشل

د سعودي مرستندويه کمېټې پر افغانانو خوراکي توکي وويشل

پېښور:د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه کمېټې د روژې مبارکې مياشتې په مناسبت خيبر پښتونخوا ايالت کې افغاني کيمپونو کې پر افغاني بې وزله کورنيو د مرستو د ويشلو لړۍ پيل کړه، نوموړې مرستې چې په لس زره کارتنه خوراکي توکو مشتملي دي د خيبرپښتونخوا په کيمپونو کې په لس زره کورنيو ويشل کيږي.د مرستو د ويش لړۍ د اکوړي کيمپونو څخه پيل شوه چې په ترتيب سره به شمشتو کيمپ، ترکمن کيمپ، خزانه کيمپ، ناګمان کيمپ، خراسان کيمپ، ګندف کيمپ او حاجي زئی کيمپ کې د څلوېښت مليونه روپو په لګښت وويشل شي.د اکوړي کيمپونو کې دوه نيم زره کارتنه خوراکي توکي د چهارشنبې په ورڅ چې د جولائې د مياشتې د لسمې نېټې سره سمون خوري وويشل شول، د کيمپونو اوسېدونکو د زړه له کومې د سعودي د ولس تحفې ته هر کلی وکړ او د هغوی يې ډېره مننه وکړه چې په دې سخت وخت کې يې خپل وروڼه ياد کړل او زياته يې کړه چې د خوراکي توکو بيعې ډېرې لوړې شوي او د روژې مبارکې مياشت په مناسبت يې د خوراکي توکو ويش ګټور ګام وبللو. د يادونې وړ ده چې د مرستې دې پروګرام کې د افغاني لېسو استادان هم برخمن شوي دي چې پېښور کې د افغاني قونصلګرۍ سره په همغږۍ به پرې مواد ويشل کيږي، هېره دې نه وي چې د مرستو د ويش په دې لړۍ کې عام افغان معذوره خلک هم برخمن شوي دي چې د پېښور په بيلابيلو سيمو کې پرې مواد ويشل کيږي.د يادونې وړ ده چې د سعودي ولس لخوا پاکستاني سيلاپ ځپلووروڼو لپاره د خيبر پښتونخوا په مختلفو سيمو کې دوه زره کارتنه خوراکي توکي هم رالېږل شوي دي چې په راتلونکي نږدې وخت کې به پر دوه زره پاکستانيو بې وزله کورنيو وويشل شي.نوموړې موسسې د خپل تاسيس له لومړۍ ورځې څخه په پاکستان او افغانستان کې د افغان ولس لپاره په هره څانګه کې نه هيرېدونکي پروژې پلي کړي دي چې ځينې يې لا دوام لري.