کور / تازه خبرونه / پاکستاني طالبان: کاشکي پرملالې يوسفزۍ بريد “هېڅ نه وی شوی”.

پاکستاني طالبان: کاشکي پرملالې يوسفزۍ بريد “هېڅ نه وی شوی”.

لندن: دبي بي سي د خبر له مخې د پاکستاني طالبانو يوه جګپوړي مشر ويلي په تېر اوکتوبر کې پر ملالې يوسفزۍ نژدې مرګوني بريد له امله بوږنېدلی دی.عدنان رشيد ملالې يوسفزۍ ته په يوه ليک کې بښنه نه ده غوښتې، خو ويلي يې دي کاشکي دغه بريد “هېڅ نه وی شوی”.دی دا داعوه هم کوي ګواکې دغه ډزې د نجونو پوهنې لپاره د ملالې مبارزې ته په ځواب کې نه دي شوې، بلکه ځکه چې دې د طالب ضد “نوم بدونې مبارزه” کوله. تېره جمعه په نيويارک کې د ملګريو ملتونو مرکز کې د خبرو پر مهال دې وويل کتابونو او قلمونو توندلاري وېرولي دي. دې ان “د طالبانو زامنو او لوڼو په ګډون” د ټولو لپاره د پوهنې برابرولو هڅونه وکړه.خبريالان وايي د رشيد ليک په داسې يو نظر سره د رسنيو پام وراړولو يوه روښانه هڅه وه چې په ملګريو ملتونو کې د ملالې وينا اغېز مقابله پرې وکړي. د دغه ليک يوه نسخه د بريتانيا (چينل ۴) ټلوزيون او نورو خبري سازمانونو ترلاسه کړې ده. رشيد چې وايي “خپل شخصي توان” کې دا ليک ليکي، ويلي د ملالې پر وړاندې يې د “ورورۍ” احساس کړی، ځکه چې دوی د “يوه يوسفزي ټبر” سره تړلي دي. خو ده له دې خبرې ډډه کړې چې دغه بريد دې ناسم عمل وي، او ويلي يې دي د دې قضاوت چې دا کار سم او که ناسم و، بايد خدای ته پرېښودل شي.رشيد وايي لومړی ځل يې چې د ملالې له کاره اورېدلي، هغه وخت و چې دی په زندان کې و، کله چې بي بي سي اردو د دې له خوا ليکل شوي ورځني يادښتونه خپاره کړل.دی وايي کاشکي د دې توان ورسره وی چې له بريد وړاندې يې دې ته “نصيحت” کړی وی، او دغه بريد يې يوه پېښه بللې ده.رشيد د خپل ليک پای کې ملالې ته ليکلي “بېرته ټاټوبي ته راستنه شه، اسلامي او پښتون کلتور غوره کړه او کومه اسلامي مدرسه کې شامله شه، خپل قلم وکاروه او د هغه لږکي غوره پوړ توطيه راوسپړه چې غواړي ټول بشريت غلام کړي”.د ملالې کورنۍ په يوه اعلاميه کې ويلي چې دوی له دغه ليک خبر وو، خو په مخامخ ډول نه دی ور رسېدلی، او نه غواړي څه تبصره پرې وکړي